د لاسرسي ځای

تازه خبر

'لشکر جنګوي فشار اچولو لپاره حملې کوي'


د پاکستان حکومت ویلې دي چې په هېواد کې په اوسنیو فرقه ایزه پيښو کې لشکر جنګوي ککړه ده چې مقصد یې د تنظیم د غړو په دارول ودرولو لپاره پر حکومت دباو اچول دي.

د داخله چارو د وزارت یو چاراکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وویل چې د داخله وزارت له اړخه د صوبو داخله محکمو ته لیکل شوي یوه لیک کې ویل شوي دي چې ناقانونه تنظیم لشکر جنګوي د خپلو کاروایانو لپاره له القاعدې مدد غوښتی وو خو د هغې له انکار وروسته دې ډلې له ناقانونه تحریک طالبان پاکستان سره جوړ جاړې وکړو.

دا خط وایي چې لشکر جنګوي د القاعده له انکاره پس د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله سره رابطه وکړه او ورته یې نه صرف مدد ورکړو بلکې د نورې مرستېکولو لوظ یې هم کړی دی.

په خط کې ویل شوي دي، داسې اطلاعات دي چې لشکر جنګوي په جېلونو کې قید خپلو غړو راوېستو لپاره عام ولس یرغمالولی شي.

حکومت د خفیه ادارو د رپورټ په رڼا کې ټولو صوبو ته هدایت کړی دی چې د سرکاري ودانو، امام باړو او جوماتونو حفاظت لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي.

د ذکر ده، په پدې ورستیو کې د راولپنډۍ دوې امام باړې او د پېښور حیات اباد او د شکار پور ضلعې یوه، یوه امام باړه هم په نښه شوې وه چې پکې یو شمېر خلک وژل او ژوبل شوي ول.

یاده دې وي پروسږ کال «۲۰۱۵» د ډیسېمبر پر ۱۶مه نېټه د پیښور په ارمي پبلک سکول د وسله والو طالبانو له خونړي بریده پس حکومت د پهانسې په سزا عملدرامد شروع کړی دی.

واضح دې وي چې پر دار خېژولو ملزمانو شمېر تر ۲۲ تنو زیات دی چې پکې د ناقانونه لشکر جنګوي غړي هم شامل دي.

د پېښور په ارمي پبلک سکول له حملې پس د ترهګرۍ خاتمې لپاره د قامي کړنلارې له مخې وسله والو او د هغوی مرستندویانو خلاف کاروایانو په اړه د دفاعي چارو کار پوه او پخوانی بریګېډیېر محمود شاه وایي، تمه لري چې د وسله والو ډلو خلاف به په ښه توګه کاروایي کېږي.

«د لشکر جنګوي مخکینی مرکز په شمالي وزیرستان کې وو نو هغه ورته ړنګ کړل شوی دی. د دوی په ښارونو کې ځایونه شته او حکومت یې معلومولی هم شي. له دې علاوه قام ته به هم یوځای کېدل وي چې د دوی په چم ګاونډ کې څوک اوسي نو له دې سره به د دوی خلاف کاروایي کېږي»

بلخوا د قامي سلامتۍ چارو کارپوه پروېز هود بايي وایي، چې له هېواده فرقه واریت ختمولو لپاره به نه صرف موږ ته د کاروایانو کولو ضرورت وي بلکې موږ ته به په خپل تعلیمي نظام کې هم بدلون راوستل پکار وي.

« که موږ ته خپل حالات بدلول وي او په سنجیدګۍ سره بدلول وي نو بیا موږ ته د هر قسمه ډلې خلاف د کاروایي کولو ضرورت دی که هغه یره تره خورونکې ډلې دي او که هغه ناقانوه ګرځول شوې ډلې دي خو له دې علاوه موږ ته به خپل تعلیمي نظام بدلول وي، په میډیا به دهغه خلکو مخنیوی کول وي، چې نفرت خپروي او له دې سره سره د پاکستان ټولنې لپاره د یو نوې لارې ضرورت دی. نو دا لار به څوک ورکوي، پوځ یې نشي ورکولی، دا د مدني ټولنې کار دی»

یاده دې وي د روانې میاشتې په درېیم تاریخ د لشکري جنګوي د دوو غړو په دارولو پس د کراچۍ په دوه خالي سکولونو کې لاسي بمي چاودنو نه پس پولیسو ته داسې پاڼې «پرچیانې» ترلاسه شوې وې چې پکې ویل شوي ول چې که زموږ خلکو ته پهانسي ورکولو او د دې په جعلې مقابلو کې وژنه بنده نه کړل شوه نو موږ به خپلې کاروایانې نورې هم زیاتې کړو.

XS
SM
MD
LG