د لاسرسي ځای

تازه خبر

زابل: له تښتول شوو ۳۰ کسانو یو راخوشې شوی


د افغانستان زابل ولایت چارواکو پرون سېشنبه ناوخته تائید کړه چې له دېرشو تښتول شویو کسانو څخه یو د سشنبې په ماښام خوشې شوی دی.

افغان چارواکو تر دې وړاندې خبر ورکړی و چې مخپټو وسله والو د کندهار او کابل ترمنځ دېرش تنه مساپر چې شییعه مذهبي ول، د دوشنبې ورځ تښتولي ول.

د زابل مقامات وايي د پاتې تښتول شویو کسانو د راخوشې کولو لپاره د پوځي عملیاتو ترڅنګ ، د قومي مشرانو یو پلاوی هم خاک افغان ولسوالۍ ته استوي چې هلته له تښتونکو سره خبرې وکړي.

دافغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي هم وايي چې پولیس د تښتول شویو کسانو د راخوشې کولو لپاره بشپړه هڅه کوي. تراوسه یې چا د تښتولو پړه نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG