د لاسرسي ځای

افغان کډوال که د پاکستان په اوږو پیټی ؟


افغان کډوال

افغان کډوال

محمد یعقوب اداري چې ۳۰ کاله وړاندې د افغانستان د کابل د ده سبز ولسوالۍ نه د جنګونو له امله کډه کوله او د اکوړه خټک په شنه ونه کیمپ کې یې اړوله نو عمر یې ۳۳ کاله وه ، اوس هغه ۶۳ کلن دی، خو لاهم په افغانستان کې حالات د ځان له پاره دومره ښه نه بولي چې د کډوالۍ ژوند ختم کړي او بیرته وطن ته ستون شي.

دکیمپ یو کور

دکیمپ یو کور

محمد یعقوب وايي د ده سبر کاڼي بوټي ورته یادیږي ، خو بچي چې یې دلته پاکستان کې زوکړي، هغوی همدلته په پاکستان کې خوښ دي.

(( ده دسبز په غرونو رغونو ، کاڼو بوټو او اوبو پسې خپه شوی یم. خو دا بچي چې مو دلته لوی شوي دي، دوی دلته خوشاله دي. دوی بیا په کابل کې ژوند نه غواړي.دوی وايي زموږ خو دغه وطن دی. دوی دلته سکول هم وايي او کاروبار هم کوي. زموږ په کلي کې خو د دوی د خوښې څه نشته. ))

خو د تېر کال د دسمبر په شپاړسمه په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول د پاکستاني طالبانو له برید نه پس د پاکستان پولیسو د افغان کډوالو پسې راخیستې ، کارتونه ترې غواړي، پوښتنې ګرویږنې کوي او که ثابته شوه چې راجستر شوی نه دی نو یا یې جیل ته استوي او یا هم د تورخم له پولې یې اړوي.

د افغان کډوالو کډې باریږي

د افغان کډوالو کډې باریږي

دا په داسې حال کې ده چې د پېښور په سکول د برید پړه پاکستاني طالبانو قبوله کړې، نو بیا ولې پر افغان کډوالو زمکه توده شوې؟ دا پوښتنه مې دپاکستان د قومي اسمبلۍ د کورنیو چارو د وزارت لپاره د قایمه کمیټۍ د یو غړي شیر اکبر خان نه وکړه، نوموړي وویل :

(( افغانستان او پاکستان ګاونډي هیوادونه دي. افغانان د ۱۹۷۹ کال نه دلته راغلي دي. دوی کې د زیاتو کسانو راجسټریشن شوی او د لږو پاتې دی. خو له کله نه چې دلته د ترهګرۍ خلاف یوه مبارزه پیل شوې ده نو د خلکو داخیال دی چې دا هرڅه بد امنۍ د افغان کډوالو په وجه دی. مونږ وایو چې اوس په افغانستان کې حالات ښه شوي او دوی دې خپلې خاورې ته ستانه شي. ))

په پاکستان کې دا مهال د یو نیم میلیونه په شاوخوا کې راجستر شوي او نږدې همدومره غیر راجستر شوي افغان کډوال استوګنه لري. راجستر شویو افغان کډوالو ته د روان کال تر پایه د اوسیدو حق ورکړل شوی، خو د هغو کډوالو ورځ د پولیسو د لاسه ښه نه ده چې د مهاجرت ځانګړي کارتونه نه لري.

دبشري حقونو دڅار ادارې په خپل وروستي راپور کې په پاکستان کې د اوسیدونکو افغان کډوالو حالت د اندیښنې وړ بللی او وايي په دې وروستیو کې د پاکستان له خاورې افغانستان ته په زوره د کډوالو د ویستلو لړۍ تېزه شوې ده.

نوموړې اداره دپاکستان له حکومت نه غوښتنه کوي چې پولیسو ته دې په سم لاسي ډول سپارښتنه وکړي چې پر افغان کډوالو دې د بیرته ستنیدو لپاره فشار نه اچوي.

خو د قومي اسمبلۍ د کورنیو چارو د وزارت لپاره د قایمه کمیټۍ غړی شیر اکبر خان ددې په ځواب کې وايي :

(( افغان کډوال دپاکستان پر اقتصاد لوی بوج دی. د پاکستان سره د کډوالو د پاللو لپاره نه یواین ایچ سي ار کومک کوي، نه امریکا او نه هم نړیوال هیوادونه څه امداد کوي. ))

پاکستانته چې په خپله هم د د اخلي بې ځایه شویو خلکو پالنه ورپه غاړه ده ، د افغان کډوالو د پاللو لپاره نړیوالو مرستو ته سترګې په لاره دی. خو په اسلام اباد کې د یو این ایچ سي ار د دفتر ویانده دنیا اسلم خان وايي :

د ملګرو ملتونو د د فتر په وړاندې ولاړ کډوال ماشومان

د ملګرو ملتونو د د فتر په وړاندې ولاړ کډوال ماشومان

(( نړیوالو ادارو لخوا په پاکستان کې میشتو افغان کډوالو ته په نویمه لسیزه کې ډیرې مرستې راتلې، هغه مرستې وروسته کمې شوې او اوس افغان کډوال پخپله کار ، روزګار کوي او خپله ځان ته ډوډۍ پیداکوي. ))

د افغانستان حکومت په پاکستان او ایران کې د میشتو افغان کډوالو د ستنولو لپاره هلې ځلې کوي، خو زیات شمېرافغان کډوال لا هم د ستنیدو لپاره حالات سودمن نه ګڼي.

XS
SM
MD
LG