د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د سېنېټ چوکۍ په پيسو اخیستل کېږي'


د سېنېټ په راتلونکيو انتخاباتو کې د درغلۍ او په پيسو د چوکۍ اخیستو مخنيوي لپاره د پاکستان وزير اعظم نوازشريف دوه کمېټۍ جوړې کړې دي چې د قامي اسمبلۍ غړي خپله رایه «ووټ» په پيسو خرڅ نه کړي.

په اسلام اباد کې له وزير اعظم کوره جاري شوې خبرپاڼه کې راغي چې د سېنېټ په راتلونکيو انتخاباتو کې د درغلۍ او په پيسو د سېنېټر جوړېدو مخنيوي لپاره وزير اعظم نوازشريف د ګل په ماښام د کابينې غونډه کې د دوو کمېټو جوړولو اعلان وکړ، چې له سياسي ګوندونو سره به رابطې کوي او په ګډه به د سېنېټ چوکیو خرڅولو مخه نيسي.

بل پلو مشال راډيو ته له فاټا ځېنې د سېنېټ اميداوارنو د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي چې دا ځل هم لکه د تېر په څير د یوې چوکۍ اخیستو نرخ له ٢٠ کروړه واخله تر ٤٠ کروړه روپو رسېدلی دی.

کله چې مشال راډيو په دې اړه له شمالي وزيرستانه د سېنېټ اميداوار قسمت خان وزيره وپوښـتل نو هغه د دې خبرې پخلی وکړو او یې وويل ((( يو سړی چې شل پنځوويشت کروړه روپۍ ورکړي نو لومړی خو به هغه پوره کوي او پس له هغې به بيا د قام خدمت کوي نو د فاټا ولس ډېر بدقسمته دى چې څوک یې هم خدمت نه کوي که حکومت دى او که افسرشاهي ده او که د فاټا خپل مشران دي څوک هم د قبايلو خدمت نه کوي بلکې ځان ته کاروبار کوي او دې خلکو تر اوسه د فاټا په مسلو توجه نه ده ورکړې بس د فاټا خلک د خدای په تمه ناست دي )))

له مشال راډيو سره په خبرو کې له باجوړه د حکومتي ډلې پاکستان مسلم ليګ ن د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدين خان وايي، په فاټا کې دا خرڅول او اخیستل خو له پخوا راهسې راروان دي خو دوی حکومت ته تجويز ورکړی دى چې يا خو دې د يو ايم اين ا‌ې په سر يو سېنېټ وټاکل شي او يا دې په مخصوصو چوکيو باندې سېنېټران وټاکل شي نو ورسره به د درغلۍ مخنيوی وشي.

نوموړي زياته کړه ((( دوی ته موږ په پښتو کې هغه د سپينو جامو غلا وايو ځکه چې د دې څۀ ثبوت نه وي که يو سړی یې په اتيا کروړه روپۍ ورکړي او اتيا اربه روپۍ ورکړي د هغې هېڅ ثبوت نه وي چې موږ یي عدالت ته يوسو.

بس دا خو د دوو کسانو ترمينځ سودا وي چې وشي او پيسې په دوبۍ يا یو بل ځای کې پټې ورکړي. زه وايم چې په دې تېرو ټولټاکنو کې د قامي اسمبلۍ غړي کامياب شوي دي، د هغوی ريکارډ راوباسئ، په هغه کې له ځينو کسانو سره د سيګرېټو پسې هم نه وې او چې ٥ کاله یې پوره کړل نو د لينډکروزرو او اربونو روپو خاوندان شول. اليکشن کميشن یې ولې پلټنې نه کوي؟ نېب اداره هم په دې ملک کې شته نو ولې ترې تپوس نه کوي )))

مشال راډيو چې د قانوني چارو تجزيه کار وکيل اکبرهوتي نه وپوښتل چې په قانون او ائين کې د سېنېټ د پاکو انتخاباتو کولو زمه وار څوک ګرځېدلی دى نو هغه وويل ((( دا زمه واري د الېکشن کميشن ده چې هغه به پاک صاف انتخابات کوي او د هغې لپاره به ټولې لارې کاروي او يو نظام به جوړوي او دا د پاکستان په دستور کې موجود دي. نو زه وايم که د دې مخنيوی يو خوا په دې قام باندې رحم کول دي نو بل طرفته سياسي نظام هم مظبوطيدل دي. ځکه که يو سېنېټر په پيسو باندې ووټ واخلي نو هغه به څنګه د دې قام په حق کې قانونسازي وکړي ځکه چې هغه به خپلې پيسې اول پوره کوي او د دې لپاره به هغه غلطه لار خپلوي او د درغلۍ اړخ ته به ځي، نو زه وايم بايد چې اليکشن کميشن د دې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي )))

کله چې مشال راډيو د دې پوښتنو جوابولو لپاره په اسلام آباد کې د اليکشن کميشن له ميډيا افسر خورشيد عالمه وپوښتل نو هغه وويل ((د پاکستان په قانون کې ١٥ لکه روپۍ د يو سېنېټر لپاره مقرر کړل شوې دي چې هغه به په سينټ انتخاباتو کې ١٥ لکه روپۍ لګوي او که تر هغې یې زياتې ولګولې او چا د هغې پر ضد ثبوت اليکشن کميشن ته ورکړو نو هغه تن به نااهله ګرځول کېږي او دا رنګ د دريو کالو سزا هم ده.)))

د ذکر ده چې د فاټا په شمول د ټول پاکستان نه به د سېنېټ د ٥٢ چوکيو لپاره د راتلونکي مياشت مارچ په ٥مه نيټه ووټونه اچول کيږي.

XS
SM
MD
LG