د پاکستان وزیراعظم نواز شریف له دفتره پرون «دوشنبه» خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون ماځیګر په ټیلیفوني رابطه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي مسلو د حل، اقتصادي اړیکو د لا نورو ښه کولو، او د خپلمنځي تجارت د زیاتولو په باب خبرې وکړی.
ددې خبرپاڼې ترمخه دواړو مشرانو په خپلو خبرو کې ترهه ګري خپل شریک دښمن وباله او پرضد یې د همکارۍ په اړه خبرې وکړی.
په خبرپاڼه کې د نواز شریف له خولې ویل شوي چې له افغانستان سره د پاکستان تعلقات ډېر ښه شوي او د دواړو هېوادونو مشران د همکاریو په زیاتیدو مطمین دي.