د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکایي برډمېن د ۲۰۱۵ کال د اوسکرڅلور جایزې وګټلې


امریکایي فلم برډ مېن «الوتونکي سړي« د ۲۰۱۵ کال د اوسکر څلور جایزې یووړې.

دا یو کمېډي فلم دی چې یوه مکسیکویي ډایرېکټرالیناردوجي ایناریتو جوړکړی دی.

هغه د اوسکرد ترټولو غوره ډایرېکټرجایزه وګټله.

د تیوري اف اېوري تینګ «د هر څه نظریې» نومي فلم اداکار ایيي ریډمېنې د ترټولو غوره نارینه لوبغاړو جایزه خپله کړه.

جولیان مور هم په سټیل الایس فلم کې د خپل رول په خاطرد اوسکرد ترټولو غوره ښځینه اداکارې جایزه وګټله.

د اوسکر جایزو ویشلو په ۸۷ مېلهکې پولېنډي ايډاIda فلم د غوره بهرني فلم جایزه وګټله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG