د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ګوزڼ څاڅکو ډډه کوونکي کم شوي: حکومت


ډاکټر بلال وويل چې يواځې په مردان ضلع کې لس زره ماشومانو د ګوزڼ ضد څاڅکي نه وو څکلي خو دا ځل دغه شمېره هم يواځې پنځه سوه ده.

د خېبر پښتونخوا وزيراعلا کور پېښور د ګوزڼ څار ادارې چارواکو په وینا د حکومتي اقداماتو په وجه اوس ډېری خلک خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو له ورکولو انکار نه کوي، چې له کبله یې په شمېر کې نیمايي کمی راغلی دی.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د یادې ادارې يو چارواکي ډاکټر بلال وويل چې په تېرو وختونو کې په خېبر پښتونخوا کې نژدې پنځه څلوېښت زره خلکو خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکو له ورکولو ډډه کړې وهاو تېره جنورۍ مياشت کې دا شميره شل زرو ته راکوزه شوېده.

نوموړي وويل چې يواځې په مردان ضلع کې لس زره ماشومانو د ګوزڼ ضد څاڅکي نه وو څکلي خو دا ځل دغه شمېره هم يواځې پنځه سوه ده.

ډاکټر بلال زياته کړه چې د مردان ترڅنګ نوښار، پېښور، چارسده، لکي مروت او په بنو کې ځېنې خلکو خپلو ماشومانو ته څاڅکي نه ورکول.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د مردان ډي سي او شاهد الله خان وویل، چې اول دلته تر لس زره زياتو خلکو خپلو ماشومانو ته له څاڅکو ورکولو انکار کړی وو خو د عالمانو په ذريعه کمپائن چلېدو وروستو دا شمېره خوا وشاه شپږ زره ته راټیټه شوه، له هغې وروستو یې د څه خلکو خلاف وارنټونه جاري کړل او پوليسو ځېنې خلک ونيول نو ورسره دغه شيمره يواځې څلورنيم سوه پاتې شوه او امکان دی راتلونکو څو ورځو کې به يو تن هم داسې نه وي چې له څاڅکو ورکولو به انکاري شي.

د ده په خبره هغه خلک چې خپلو بچو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه ورکوي هغوی به تر دوه مياشتو جېل ته لېږي او له دې سره سره به ورته پېدائشي سرټيفيکټ، ډومسایل او بعضې نور څيزونه نه ورکول کېږي.

د يادونې ده چې پاکستان دا وخت د نړۍ په هغه يو څو ملکونو کې دې چې د ګوزڼ ناروغي شتون لري او هم په دغه وجه د صحت نړيوالې ادارې په پاکستانيانو بهر ملک سفر لپاره ځېنې شرطونه لګولي ول چې پکې يو د ګوزڼ سرټيفکېټ هم دي.

دا دې هم ياده وي چې پروسږ کال «۲۰۱۴» په پاکستان کې د ګوزڼ تر دوه سوه زيات کېسونه مخې ته راغلې ول چې پکې زياته شمېره د قبايلي سيمو او خېبر پښتونخوا وه.

XS
SM
MD
LG