د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو د څار اداره : پاکستان دې افغان کډوال نه ځوروي


پاکستان کې مېشت یوه افغان کډواله
پاکستان کې مېشت یوه افغان کډواله

د بشري حقونو د څار اداره په پاکستان کې د افغان کډوالو په ځورولو اندېښنه ښکاره کړه. د نوموړې ادارې لخوا په خپره شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوي چې د پاکستان حکومت باید په سملاسي توګه ځايي امنیتي چارواکو ته سپارښتنه وکړي چې پر راجستر شویو افغان کډوالو دې فشار نه راوړي، چې بیرته دې خپل وطن ته ستانه شي.

نوموړې اداره وايي د پاکستان حکومت ژمن دی چې د دوی په خاوره کې مېشت کډوال که راجستر شوي وي او که نه وي، د شکنجې او نورو تیریو څخه وژغوري. خو داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت د تیر کال د دسمبر په شپاړسمه په پېښور کې پر ارمي ببلک سکول د تحریک طالبان پاکستان د برید نه پس پر افغان کډوالو فشار زیات کړی او همداده چې له پاکستانه ، افغانستان ته د کډوالو ستنېدنه کې هم زیاتوالی راغلی دی.

د ایشیا لپاره د بشري حقونو د څار د ادارې مرستیال ډایریکټر Phelim Kine وايي د پاکستان حکومت دې ، په پېښور کې د طالبانو د جنایتونو سزا افغان کډوالو ته نه ورکوي. نوموړی زیاتوي د افغان کډوالو په زوره دې ته اړویستل چې خپل هیواد ته دې ستانه شي، او ممکن دې سره د دوی ژوند هلته په افغانستان کې د ګواښونو سره مخ شي یو غیر انساني کار دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG