د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ : سریلنکا افغانستان ته او هندوستان جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه


فایل فوټو
فایل فوټو

د کرکټ د پنځوس اووريز نړیوال کپ په مقابلو کې سريلنکا افغانستان ته ماتې ورکړه. نن د نيوزیلينډ په يونيورسټي اوول کې يو ميچ کې سريلنکا د افغانستان ۲۳۳ سکور د ۶ لوبغاړو په اوټ کېدو په نهه څلويښتم اوور کې پوره کړ. جي وردنی د سلو رنځونو د کولو له وجې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.


د اسټريليا په ميلبورن کې د نړيوال کپ په يو بل روان ميچ کې هندوستان جنوبي افريقه ته په ۱۳۰ منډو شکست ورکړ.

لومړی هندوستان بيټينګ وکړ او د اوو لوبغاړو په اوټ کېدو يې ۳۰۷ سکور وکړ. د جنوبي افريقه ټول لوبغاړي په څلويښتم اوور کې په ۱۷۱ سکور اوټ شول. د هند شيکر دوان ۱۳۷ منډې جوړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

یاده دې وي چې پاکستان تر اوسه په روان نړیوال کپ کې دوه لوبې ترسره کړي او دواړه یې بایللې دي. پاکستان هم خپلې دوې لومړنۍ لوبې بایللې دي.

دا ځل د کرکټ د ورلډکپ لوبې په اسټریلیا او نیوزي لینډ کې ترسره کیږي چې ورکې د نړۍ څوارلس لوبډلې په میدان کې دي.

XS
SM
MD
LG