د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کارپوهان وايي سولې ته هڅې ګړندۍ شوي


افغان سایکل زغلونکي د سولې په ورځ ( انځور : ستمبر ۲۱، کال ۲۰۱۴ )
افغان سایکل زغلونکي د سولې په ورځ ( انځور : ستمبر ۲۱، کال ۲۰۱۴ )


په خوست کې یو شمېر کارپوهان او قومي مخور وايي، داسې ښکاري چې د افغانستان او سیمې د ستونزو د هوارۍ لپاره د سیمې او نړۍ د هېوادونو تر منځ همکاري ډېره شوې ده.

په افغانستان کې د ځینو هېوادونو له خوا د سولې د هلو ځلو د نښو، نښانو په دوام، کارپوهان دا مني چې په دغه هېواد کې د سولې د راوستلو لپاره په سیمه ييزو اړیکو کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی دی.

په خوست کې یو ځايي کارپوه یوسف انتظار مشال راډیو ته وویل، چې اوسمهال د سیمې او نړۍ په کچه د افغانستان د سولې په اړه په نظرونو کې بدلون راغلی او دا لیوالیتا حتی د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې هم پیدا شوې، چې باید په دې هېواد کې سوله ټینګه شي.

((په اوسنیو شرایطو او حالاتو کې د سولې په اړه په سیمه ییزه او نړیواله کچه بدلون رامنځته شوی دی، او د سیمې هېوادونو په ځانګړي ډول په همسایه هېوادونو کې دا لیوالتیا پیدا شوې ده، چې څه ډول په سیمه او ځانګړي ډول افغانستان کې امنیت رامنځته کړو.))

دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت له جوړېدلو وروسته د پاکستان سر لښکرجنرال راحیل شریف په دې وروستیو کې افغانستان ته پرله پسې سفرونه وکړل.

راحیل شریف د افغان چارواکو سره په خبرو کې تروریزم د دواړو هېوادونو ګډ دښمن یاد کړ او په وړاندې یې پر ګډه مبارزه ټینګار وکړ.

تر دې وړاندې چین هم د افغان حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د سولې د
خبرو لپاره د منځګړیتوب چمتوالی ښودلی او سعودي عربستان هم د افغانستان د
سولې د خبرو له پاره د ممکنه مرستو ژمنه کړې ده.

د راپورونو له مخې د افغان دولت له وسله والو مخالفانو سره به د سولې خبرې ډېر ژر په کابل، اسلام اباد، پکینګ یا دوبۍ کې پیل شي.

لیکوال، شاعر او خبریال زاهدشاه انګار وايي، که د حکومت مخالف لوری نظام سره سولې ته حاضریږي، باید دوی له پاره ډېر امتیازات په پام کې ونیول شي، خو مدني
ټولنه، بیان ازادي، رسنیو ازادي او د ښځو حقوقو رعایت او ساتنه، چې د ېرو دیارلسو کالونو په مهمو لاسته راوړنو کې راځي،باید د کومې سیاسي معاملې قرباني نه شي:

(( اول خو دا د سولې مذاکرات باید د افغانانو نه پټ نه وي، دویم دا چې مقابل لوری هم افغانان دي، دوی که چیرې د تفاهم او مذاکراتو له لارې د حکومت سره یو ځای کیږي، نو افغان حکومت باید ورته وزارتخانې، ولایتونه، سفارتونه او معینیتونه په پام کې ورته ونیسي، دا د مدني ټولنې، بیان ازادي، د ښځو حقوق او د رسنیو ازادي څومره چې اوسه پورې شته، دا باید وساتل شي او د دې سولې قرباني نه شي.))

د افغانستان د جمهور رییس اشرف غني ویاند اجمل عبید عابدي مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان د سولې عملیه د افغانانو په مشرۍ پرمخ ځي او جمهور رییس غواړي چې دا عملیه شفافه وي او له عامو خلکو څخه پټه نه وي.

قومي مشر سخي جان سرحدي وايي، چې تر دې وروسته باید ټول افغانان په ګډه
خپل هېواد له اوسنیو بربادیو وژغوري، تېرو پسې ونه ګرځي او خپل هېواد په
لوی لاس نورو لاسته ورنکړي.

مدني فعال شاه جهان عزیزي وايي، چې افغان حکومت باید د سولې په پروسه کې
د ګاونډیو هېوادونو ژمنو سره په احتیاط عمل وکړي، ځکه د دوی په خبرو او عمل کې تل تنقاض موجود وي.ده زیاته کړه، که د هر هېواد په منځګړتوب افغانستان ته سوله راځي، د افغانانو په ګټه تمامیږي.

د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ خبرې تر اوسه په رسمي ډول نه دي تایید وي، خو د سولې دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د ملګرو ملتونو سازمان په خپل کلني راپور کې وښودله، چې په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د افغانستان په شخړو کې د ملکیانو مرګ ژوبله په سلو کې شل زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG