د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په مورنۍ ژبه زده کړې غواړو."


نن د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د مورنۍ ژبې د لمانځلو لپاره غونډې وشوې. د دې ورځې په تړاو ځينو ځايونو کې مظاهرې هم وشوي چې پکې له حکومته پښتو ژبې ته د پام کولو غوښتنه وشوه.

ملګرو ملتونو د فرورۍ يوويشتم تاريخ د مورنۍ ژبې د لمانځلو لپاره ځانګړی کړی. نن د خيبر پښتونخوا په بيلاېلو ځايونو کې غونډې وشوي او برخه والو يې د پاکستان له حکومته وغوښتل چې ټولو قومونو ته دي په مورنۍ ژبه د تعليم کولو حق ورکړل شي.

دي لړ کې سوات، پيښور او بنو کې غونډې وشوي چې يو شمېر ليکوالانو، سياست والو، د مدنې ټولنو غړو او عام خلکو پکې برخه واخيسته.

د پراګ کلا، شنې سترګې او مورنۍ ژبه

په بنو کې دي لړ کې نن د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بلنه يو احتجاج هم وشو چې پکې له حکومته دا غوښتنه بيا تکرار شوه چې پښتو ژبې ته دي پام وکړي او هر قام دي په خپله ژبه زده کړې وکړي. د بنو د دې مظاهرې ويډيو عمر دراز وزير راليږلي.

بنو کې د مورنۍ ژبې د ورځې په مناسبت احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:01 0:00

XS
SM
MD
LG