د لاسرسي ځای

د پراګ قلعه، شنې سترګې او مورنۍ ژبه!


د پراګ کلا - Prague Castle

د پراګ کلا - Prague Castle

د هغې په سپين مخ شنې سترګې نورې هم وځلېدې، ډير کرار يې له خپلې قهوې ګوټ وکړ، ماته يې په سترګو کې وکتل او وي ويل چې که ژبه مو ژوندۍ ونه ساتله واک نه شئ تر لاسه کولی.

تیر کال چې سپرلې ښه په جوبن کې وو، د پراګ لارې کوڅې د رنګارنګ ګلونو په خوشبویو معطره وي او د والټاوا دریاب پر غاړه ډلې ډلې خلک چې زیات تر پکې د هلکانو او جینکو ټولي وو ـــ ناست وو. چا د فطرت ښایستونه ستایل او چا د یو بل په سترګو کې د مینې نوي جهانونه لټول.

زه د ښایستونو په دغه خمار کې د پراګ د باچایانولويې کلا يا قلعې (Prague Castle) ته په مزل ووم. پر لاره راسره یوه چیک جینۍ ملګرې شوه. د خیر پخیر نه وروستو يې راته وویل چې په چارلس پوهنتون کې د اروپايي تاریخ زده کړې کوي.

د هغې پر سپین مخ شنې سترګې نورې هم وځلیدې. لکه چې په خپل قام، ژبه او تاریخ يې ډیر ویاړ احساس کړی وي.

ما هم ځان وروپیژند. نه پوهیږم چې د موسم خمار وو او که زما په یوازیوالي يي زړه خوږ شو خو په تاریخ، ادب او افغانستان پاکستان کې په روانو سیاسي حالاتو مو خبرې پیل کړې او چې په ځان پوهیدو نو د پراګ د قلعه په وېخ کې د انګورو د بوټو په مینځ کې یو ښایسته کیفۍ ته رسیدلي وو.

ما ویل تاسو خو ټول لس ملینه خلک يی ـــ هغه هم د اروپا په زړه کې اوسۍ او ګیرچاپیره درنه د جرمني، اسټریا او روس په شان لوی لوی طاقتونه دي. دا څنګه وشول چې تاسو وخت په وخت ددغه لویو طاقتونو د واک لاندې پاتې شوئ بیا مو هم خپله مورنۍ ژبه ژوندۍ ساتلې ده؟ د سرکار ژبه ده، د کار ژبه ده، د اقتصاد ژبه ده او د ابلاغ ژبه ده؟

د هغې پر سپین مخ شنې سترګې نورې هم وځلیدې. لکه چې په خپل قام، ژبه او تاریخ يې ډیر ویاړ احساس کړی وي. ویل يې دې پوښتنې ته به د تاریخ په هینداره کې اوګورو. هغې ډیر په قرار له کافي وړومبې ګوټ اوکړو، ماته يې په سترګو کې سترګې راواچولې، ویل يې ګوره مونږ دا خپله ژبه ډیره په شواخون ژوندۍ ساتلې ده. په کال ۱۶۲۰ م کې د سپین غره د جګړې نه وروستو په مونږ د هیبسبرګ باچا زورور شو او زمونږ د کلتور او ژبې پرځای يې هر څه جرمن ژبې ته اړول پیل کړل. یوازې دا نه چې هغوي زمونږ ژبه له مینځه وړل غوښتل بلکه د مذهب په نوم يي هم په خلکو ظلم زور کولو. او بیا په راروانو دوو پیړیو کې داسې وشول چې زمونږ مورنۍ ژبه له ریاستي نظام، ادب اوپوهنځو ورکه شوه. په چیک ژبه کې لیکل شوي کتابونه وسوځول شو. زمونږ ژبه یوازې په کلو بانډو کې د کروند ګرو پورې محدود پاتې شوه.

هغې ډیر په قرار له کافي وړومبې ګوټ اوکړو، ماته يې په سترګو کې سترګې راواچولې، ویل يې ګوره مونږ دا خپله ژبه ډیره په شواخون ژوندۍ ساتلې ده.

ما د کیفۍ له کړکۍ وړومبی د پراګ د باچایانو لوې قلعه ته او بیا د هغې په سترګو کې د تاریخ د جبر پر ضد د هغې د اولس د مبارزې نه راولاړ شوي باور ته اوکتل. دا جینۍ چې عمر يې له۲۲ کالو څخه ډیر نه وو د خپل تاریخ او کلتور نه دومره خبر وه لکه څومره چې د نوي دور د ساینسي، سیاسي او اقتصادي حالاتو نه.

ما ویل دا خو ډیر لوی تاوان وو خو بیا په دومره خرابو حالاتو کې مو ژبه ژوندۍ څنګه کړه؟

ویل يې داسې وشول چې په کلو بانډو کې خلکو خپل متلونه، اولسي سندرې او لرغوني توري راټول کړل، خوندي يي کړل او خپلو بچو ته يي وریاد کړل، بیا زمونږ ځيني لیکوالانو دغه متلونه، قیصۍ او سندرې ولیکلي. په کال ۱۸۰۹ م کې د یوزیف ډوبرویسکي په نوم یو لیکوال د چیک ژبې ګرامر ولیکلو، د کال ۱۸۳۴ م او کال ۱۸۳۹ م په مینځ کې یو بل ژبپوهه یوزیف ينګمین په پینځو جلدونو کې د چیک او جرمن ژبې ډکشنري ولیکله او ځني ساینسي توري او اصطلاحات يې جوړ کړل چې بیا وړاندې يي ساینسي څیړنې ته لار هواره کړه. دغه شان څه موده وړاندې د فن او هنر په میدان کې تحریکونه پیل شول. چیک ژبه چې په کلیو کې راژوندې شوې وه رو رو ښارونو ته راوغځېده او یو ځل بیا ژوندۍ شوه. نن دا په ټول هیواد کې ویل کیږي، لیکل کیږي او هره ورځ د نړۍ د مهمو کتابونه ترجمې پکې کیږي. نن دا د فلم او تېټر ژبه ده، د سکول د نصاب ژبه ده او د اقتصاد ژبه ده.

بغیر د ژبې ژوندۍ کولو تاسو خپل واک نه شئ ترلاسه کولی.

مخکې ددې نه چې ما بله پوښتنه کړې وی هغه رامخکې شوه ویل يې تاسو څومره خلک يۍ؟

ما ویل مودې وشوې زمونږ خو چا سرشمیرنه نه ده کړې خو د اندازې تر مخه په ټوله نړۍ کې خوا او شا پنځوس ملینه پښتانه خو به یو.

ویل يې دا خو ډیر زیات دي ستاسو ژبه خو به ډیره پرمخ تللي وي. ما ویل بخښنه غواړم خو زمونږ ډیر خلک په خپله ژبه لیک لوست نه شي کولی، او زمونږ د بره طبقې خلکو ته پرې ځان بد ښکاري.

ویل يې وطن مو شته ما ویل هو خو خپل واک نه لرو.

هغه چې لکه زما دې خبرو د خپل تاریخ په تیرو وختونو کې ورکه کړې وه، د یوې اوږدې خاموشۍ وروستو يي وویل ــ یو خبره درته وکړم؟ ما ویل څه خبره؟ ویل يې د واک خبره. ما ویل وکړه خو مونږ خو د مورنیو ژبو خبره کوله. ویل يې خو بغیر د ژبې ژوندۍ کولو تاسو خپل واک نه شئ ترلاسه کولی.

نن یو کال وروسته چې په خپل وطن کې په لکونو بی کوره شوي خلکو ته ګورم، په بمي چاودنو کې د وژل شوو پښتنو مړي شمارم، د نصاب په کتابونو کې د نورو قامونو د اتلانو کيسې ګورم نو د مورنۍ ژبې او واک ترمینځ د اړیکې په اړه ددغه چیکۍ جینۍ خبره رایاده شي. خو پوهیږم نه چې تاسو ته يي څنګه روښانه کړم؟

XS
SM
MD
LG