د لاسرسي ځای

د ځوانانو غږ خپرونه کې مو دا ځل دوه داسې ځوانان مېلمانه کړي چې خپله لوړې زده کړې تر لاسه کوي او په بېلا بيلو کنفرانسونو کې برخه اخلي خو همېش نور پښتانه ځوانان دې ته هڅوي او تشويقوي چې لوړې زده کړې تر لاسه کړي. د همدې مقصد لپاره دوی په ټولنيزو رسنيو په ځانګړې توګه په فېس بُک کې د بېلا بيلو هيوادونو لخوا په اعلان شوو بورسونو يا سکالرشپونو باندې ځوانان خبروي او د هڅونې تر څنګ لارښوونه ورته کوي چې په څه ډول د بهرني هيواد يو ځانګړي سکالرشپ يا بورس ته ځان وروپېژني او درخواست ورکړي.

د نن د ځوانانو غږ خپرونې يو ګډونوال د کابل پوهنتون ښوونکی محمد تنها دی چې دا وخت په جرمني هيواد کې په اېټمي فزکس کې پي اېچ ډي کوي. بل ګډونوال مو علي زېن دی چې د کوټې په آی ټي پوهنتون کې په تجارت او اداري څانګه کې لوړې زده کړې تر لاسه کوي.

د خپرونې کوربه احمد شاه اعظمي دی. دا بحث دلته اوريدلی شئ.

XS
SM
MD
LG