د لاسرسي ځای

راولپنډۍ : پر امام بارګا برید کې درې وژل شوي لس ژوبل دي


شیعه مذهبي کسان د ویر په حال کې

شیعه مذهبي کسان د ویر په حال کې

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د شیعه ګانو پر يوې امام بارګا، په بريد کې درې تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي، برید کوونکي پرون مازيګر پر کُري روډ قصرِ سکينه امام باړې ډزې وکړې او بیا یې په لاسي بم سره بريد وکړ چې په نتيجه کې يې نوموړی پخپله ووژل شو.

چارواکي زياتوي چې بريدګر ځانمرګی واسکټ اغوستی و او هڅه يې کوله چې امام بارګا ته داخل شي.

له تحريک طالبان پاکستان څخه بیلې شوې ډلې جند الله د دې پیښې مسوولیت منلی او ويلي يې دي چې دوی په شمالي وزیرستان کې د روانو پوځي عملیاتو د انتقام اخیستلو لپاره دا بريد کړی دی.

پاکستان کې شیعه مذهبي کسان مظاهره کوي

پاکستان کې شیعه مذهبي کسان مظاهره کوي

تر دې وړاندې د روانې میاشتې په پيل کې په پیښور کې پر امام بارګا د حملې په ترڅ کې شل کسان وژل شوي او د جنوري پر ۳۰مه بيا د سند په شکارپور کې پر امام بارګا په برید کې ۶۰ کسان ووژل شول.

پاکستاني طالبانو د دې حملو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.په پاکستان کې شیعه مذهبي د ترهګرو لخوا زیات په نښه کیږي. شیعه مذهبو د شکار پور له پېښې وروسته په احتجاج او لاریون هم لاس پورې کړی. دوی له حکومته د پېښې د څیړنو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG