د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا حکومت وايي، پښتني کلتور ساتو


د خيبر پښتونخوا د کلتور وزير شاه فرمان زياتوي، حکومت د سوچه پښتو موسيقۍ د ودې او د هنرمندانو يې د خير ښېګڼې په چارو کې مرستې کولو ته حاضر دی.

په داسې حال کې چې د خيبر پښتونخوا هنرمندان په سيمه کې د امنيتي ستونزو او د دوی د خېر ښېګڼې چارو پلو د صوبايي حکومت د نه پاملرنې له وجې سر ټکوي، د دغه صوبې د کلتور وزير وايي، د پښتني کلتور او موسيقۍ د ودې لپاره يې پروګراونه پيل کړي دي.

د تحريک انصاف په مشرۍ د خيبرپښتوخوا په حکومت کې د کلتور او سپورتي لوبو محکمې وزير شاه فرمان وايي، د پښتنو د سپيڅلي کلتور د ساتنې او د هغې د ودې لپاره هڅې يې له کاري لومړيتوبونه څخه دي.

د نوموړي په خبره، د صوبې ناامنه حالات نه شي کولای د حکومت د دغه کار مخه ونيسي.

«د پښتنو ډېر ژوندی کلتور دی، ډېر ښه روايات يې دي. موږ لګيا يو، کار کوو. دا د حکومت زمه واري ده. د صوبې د بېلا بېلو خواړو او لاسي صنايعو نندارتونونه جوړولو او همداراز د پښتنو د جرګې نظام د بيا ژوندي کولو خبرې روانې دي. دا نه ده چې ګنې امنيت خراب دی او موږ بايد په کور کېنوو. د خپل کلتور خبرې به هم کوو، د خپلې موسيقۍ لپاره به کار هم کوو»

د خيبر پښتونخوا د کلتور وزير شاه فرمان زياتوي، حکومت د سوچه پښتو موسيقۍ د ودې او د هنرمندانو يې د خير ښېګڼې په چارو کې مرستې کولو ته حاضر دی.

د ده په خبره، حکومت په پېښور کې د هنري زده کړو او د موسيقۍ پروګرامونو کولو لپاره د يوې ودانۍ جوړول هم په پام کې نيولي دي.

«هغه موسيقي چې ريښې يې له پښتني کلتور سره لګي، د ساتنې او ودې لپاره يې هرومرو کار کوو. نشتر هال سره لګېدلې د زمکې يوه ۸ کناله ټوټه ده، موږ غواړو د لاهور د الحمرا هال په څېر يوه آرټ ګيلري پکې جوړه کړو چې د پښتو موسيقي ورکه رانه نه شي. له ناروغو هنرمندانو سره مې مالي مرستې کړې دي. د هغوی لپاره پيسې لرو او ډېر ژر ده چې د دغو فنکارانو يو لېسټ جوړ کړو. هغه مشران هنرمندان چې مالي ستونزې لري، حکومت به مرستې ورسره وکړي»

خو نوميالی سندرغاړی ګلزار عالم د فرهنګ صوبايي وزير د وعدو د عملي کېدو هيله ښيي. ګلزار عالم، چې په پېښور کې د هنرمندانو د حقونو لپاره وخت په وخت غږ پورته کوي، وايي، حکومت له هنرمندانو سره د مرستو لپاره يو د پام وړ اندازه پيسې لري، خو دا چې کله او څنګه يې لګوي، دا به په راتلونکي کې وکتل شي.

«اصلي خبره خو د کار ده. ما ته شاه فرمان ټيليفون کړی و او زما د ناروغه زوی په اړه يې خبرې راسره وکړې. زه بيا ورغلم. دوی د فنکارانو لپاره تر درې سوه ميلينه روپيو پورې بجټ لري. دا خو ډېرې پيسې دي، که په سمه توګه ولګول شي نو ډېره ښه به وي. قمروجان ډېره زياته بيماره ده، همداراز معشوق سلطان ده. هدايت الله هم ناروغه دی او په داسې ځای او حالاتو کې ژوند کوي چې که تصويرونه يې جوړ کړل شي نو پښتانه به پرې وشرميږي. حالات هم داسې دي چې هنرمندان د موسيقۍ پروګرامونه نه شي کولای. ما په دې ورستيو کې درې پروګرامونه له لاسه ورکړل»

ګلزار عالم وايي، حکومت ته يې وړانديز کړی چې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو ښارونو کې د موسيقۍ کنسرټونه جوړ کړي. خو نوموړی په خواشينۍ سره زياتوي چې د کلتور محکمې ځينې مامورين نه غواړي د موسيقۍ د عوامي محفلونو جوړولو چارې د هنرمندانو په لاسو کې ورکړي.

«موږ هنرمندان سپيکر صيب ته ورغلي وو او ورته ويلي مو وو چې د صوبې په بېلا بېلو سيمو کې به د موسيقۍ پروګرامونه وکړو. هغه راسره ومنله. خو له بده مرغه، په کلچر ډپارټمنټ کې داسې خلک ناست دي چې د هنرمندانو د پيسو خوړلو لپاره يې په فرضي نومونو اين جي او ګانې جوړې کړې دي. د موسيقۍ پروګرامونو پيسې په خپلو کې سره ويشي«

د خيبر پښتونخوا هنرمندان وايي، که حکومت يې قدرداني او د موسيقۍ پروګرامونو په کولو کې مرستې ورسره وکړي، دوی به وکولای شي د خپلو سندرو له لارې نا امنيو خفه کړي زړونه خوشاله کړي. کتونکي بيا حکومت ته وړانديز کوي چې د کلتوري چارو د پرمختګ لپاره يوه غښتلې پاليسي جوړه او عملي کړي.

XS
SM
MD
LG