د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د کاشغر ـ ګوادر سړک په زړه نقشه کې بدلون نه منو'


اسلام اباد: ټول ګوندیزه غونډه
اسلام اباد: ټول ګوندیزه غونډه

اسفنديار ولي خان وويل که حکومت په نقشه کې بدلون وکړو نو له دې منصوبې به هم لکه د کالا باغ ډيم منصوبې پشان شخړه جوړه کړي.

د پاکستان سياسي او مذهبي ګوندونه وايي، چې د بلوچستان له ګوادره د چين تر کاشغره د ممکنه لارې غځولو په پخوانۍ نقشه کې بدلون ورته په هېڅ صورت منظور نه دی او وفاقي حکومت دې له وړو صوبو سره توپیري چلند پرېږدي.

د نهې په ورځ په اسلام آباد کې د عوامي نيشنل ګوند لخوا رابللې شوې ټول ګونديزې غونډې ته د اې اېن پي مشر اسفنديار ولي خان وويل که حکومت په نقشه کې بدلون وکړو نو له دې منصوبې به هم لکه د کالا باغ ډيم منصوبې پشان شخړه جوړه کړي.

د غونډې په پای کې خپره کړې شوي ګډې اعلاميه کې وويلې شوي دي چې خيبر پښتونخوا او بلوچستان نه صرف شاته پاتې صوبې دي بلکې د ترهګرۍ لوجې ترټولو زياتې ځپل شوې هم دي نو وفاقي حکومت دې چې نقشه کې بدلون پرځای په زړه نقشه زر تر زره کار پيل کړي چې ورسره دا صوبې هم ترقي وکړي.

د ټول ګونديزې غونډې وروسته له مشال ريډيو سره په خبرو کې د جماعت اسلامي د قامي اسمبلۍ غړي صاحبزاده طارق الله وويل چې د لومړۍ نقشې مطابق سړک به له ډېره اسماعيل خان، مياوالۍ او ژوبه تيرېدو چونکې دا شاته پاتې سيمې دي نو د دې سړک له وجې به دا سيمې هم ترقي وکړي خو که حکومت هره څه بهانه کوي او سړک د پنجاب له لارې ګوادر ته بوځي نو دا به دې سيمو له ولس سره زياتی وي.

د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاؤ وايي چې دا يوه حساسه مسله ده او د خلکو په ذهنونو کې چې کومې وسوسې دې او کومه بدګماني ده نو حکومت دا په يوه طريقه لیرې کولی شي او هغه دا چې په زړه نقشه دې زر تر زره کار پيل کړي او زه ګڼم چې پښتانه له وفاقي حکومته دا تمه هم لري چې د دومره تکليفونو او مصيبتونو ورستو به ورته څه ثمرات ترلاسه شي.

د عوامي نيشنل ګوند ميا افتخار حسين وايي چې په غونډه کې ټول ګوندونه په دې متفق شول چې راست ګامونه به پورته کوؤ او راست ګامونه دې ته وايي چې که حکومت زموږ د مينې، محبت د منطق او دليل په ژبه پوه نشي نو محبورا غير آئينې او غير قانوني لارې به خپلوؤ، موږ د خپلې خاورې تباهي نشو برداشتولی او دا د پښتنو نه بلکې د پاکستان خلاف سازش دی که حکومت په زړه نقشه کې بدلون کوي نو په هېڅ صورت به دا منصوبه مکملېدو ته پرېنږدي.

ياده دې وي چې په ټول ګونديزه غونډه کې د عوامي نشينل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان پشمول د پاکستان تحريک انصاف وائس چيئرمين شاه محمود قريشي، د جماعت اسلامي صاحبزاده طارق الله، د جميعت علماء اسلام ف ډلې مولانا عطاء الرحمان، د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاؤ، قامي اسمبلۍ کې اپوزيشن ليډر او د پاکستان پيپلز پارټۍ سيد خورشيد شاه، د نيشنل پارټۍ مير حاصل بزنجو، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ عبدالرحيم زيارتوال، د بلوچستان نيشنل پارټۍ عوامي نسيمه احسان شاه، د بلوچستان نيشنل پارټۍ مينګل روف مينګل او عوامي ورکرز پارټۍ فانوس ګجر نه علاوه د پاکستان اولسي تحريک، فاټا لائرز فورم، پيښور های کورټ بار او مدني ټولنو غړو هم ګډون وکړو.

XS
SM
MD
LG