د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کاشغر ـ ګوادر لاره لاسوهنه نه منو. اڅکزی


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی

دلته ټول پښتانه دي، موږ هېڅ د مهاجر فلسفه نه منو، افغانان زموږ وروڼه دي که څوک دلته خوشاله دي نو دلې به يې ځایه وو او که خپل وطن ته ځي نو به نور بهډېر ښه وي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، د ګوادرـ کاشغر ممکنه لوی سړک د بلوچستان او خیبر پښتونخوا له لارې تېرول تر پنجاب ډېر ښه، لنډ او ګټوردی. اڅکزی زیاتوي، د دې لاره لپاره چې هر ګوند او ډله احتجاج کوي، دوی یې ملاتړي دي.

محمود خان اڅکزي په کوټه کې په خپل کور کې خبري غونډې ته وویل، چې له کاشغره تر ګوادره پر ممکنه غځېدونکي سړک دې نور خلګ ګوتې وهل ودروي. نوموړي وویل، د پاکستان وزير اعظم ته پکار ده چې پر دې مسله دي د هېواد ټولې صوبې له ځان سره ملګرې کړي او یوازې د پنجاب خبره و نه منل شي.

محمود خان اڅکزی وايي، د کاشغر – ګوادر لویه لاره له خېبر پښتونخوا او بلوچستانه تېرېدل، نه یوازې د شاته پاته سیمو د وګړو لپاره ګټوره ده بلکې پر دې ګټوره ده چې افغانستان او منځنۍ اسیا ته له دې راهدارۍ څخه اته نورې لارې وتلی شي. او بیا په دې راهدارۍ کې د اورګاډي پټلۍ هم شته، او ډېره لویه لاره هم شته. موږ پر دې هېڅ اعتراض نه لرو چې په پنجاب کې دې نه تېرېږي. دغه صوبه هم د پاکستان برخه ده او هلته لویې لویې کارخانې هم شته. هلته دې هم لاره وغځول شي، خو دلته داسې له پامه غورځول، دا به ښه خبره نه وي.

محمود خان اڅکزی وايي، چې نن د سېشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د عوامي نېشنل پارټۍ له لوري د کاشغر – ګوادر سړک پر مسله رابلل شوې غونډې ته یې د ګوند غړي او یو صوبايي وزیر استولي دي.

محمود خان اڅکزی زیاته کړه چې د پاکستان نادرا يا د شناختي کارډونو قامي اداره په ټول هيواد کې يوه پالیسي لري، خو د کوټې د پښتنو لپاره يې تر ټولو جلا پالیسي ده. دی زیاتوي، که نادرا همداسې رویه جاري ساتله نو لیرې نه ده چې دی به د خپل حکومت پر ضد احتجاج کولو ته اړ شي. نوموړي وویل، کله کله داسې احساسوي چې خلک د پښتنو پېژندګلو ننګوي، دا زموږ ملک دی او موږ ټول د دې ځای اوسېدونکي یو. څومره حق چې د یو بل انسان دی، هغومره زموږ هم دی. په پنجاب کې چې د شناختي کارډ جوړولو کومه پالیسي ده، هغسې په سیند کې هم ده. او هم هغه پالیسي د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې ده. خو دلته په کوټه کې یو خاص ډول بندیزونه دي، ولې موږ څه ګناه کړې ده. دا ځکه چې موږ د افغانستان پر پوله یو ځکه. که د افغانستان له پولې سره نژدېوالې زموږ ګناه وي، نو بیا سیند او پنجاب له هنده سره پر پوله دي، نو هلته ولې داسې خاص بندیزونه نشته.

محمود خان اڅکزی وايي، پښتانه بايد د مهاجرو په نامه په پنجاب کې و نه ځورول شي، او پنجاب باید له پښتنو سره خپله رويه سمه کړي. نوموړي وویل، چې هر پښتون ترهګر نه دی او نه هر د لنګوټې او پټکي واله مهاجر دی.دلته ټول پښتانه دي، موږ هېڅ د مهاجرو فلسفه نه منو، افغانان زموږ وروڼه دي که څوک دلته خوشاله دي نو دلې به يې ځایه وو او که خپل وطن ته ځي نو به نور م ډېر ښه وي، ځکه چې ازاد وطن له موږه پاته دی، او دلته مو هم خلک ارام ته نه پرېږدي۔ بايد چې موږ تر وخت وړاندې سوچ وکړو،له پښتنو افغانو سره ظلم هېڅ د زغملو نه دی.

XS
SM
MD
LG