په لاهور کې په يوه بمي چادونه کې اته کسان وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي. چاودنه نن غرمه د لاهور، ګجر سنګ کلا پوليس لاين دروازې ته جوخت وشوه چې په نتيجه کې يې يو شمېر نږدې موټرانو هم اور اخيستی دی او د شاوخوا ودانيو ښيښې ماتې شوې.
د لاهور د پوليسو مشر امين وينس څو شېبې وړاندې د پيښې په ځای کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل چې دا يو ځانمرګی بريد وو او بريدګر غوښتل چې پوليس لاين ته ننوځي.
((غالب امکان د ځانمرګي بريد دي. د بريد ګر هدف دا و چې پوليس لاين ته ځان داخل کړي خو د امنيتي انتظاماتو له کبله يې هدف ته تر رسېدو وړاندې ځان ته چاودنه ورکړه. ټول مړي او ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي دي. د لومړنيو مالوماتو تر مخه څلور کسان وژل شوي دي خو چې کله تازه مالومات تر لاسه کړو نو تاسو ته به تفصيلي مالومات درکړو.))
بلخوا له لاهور څخه منتخب د پنجاب صوبايي اسمبلۍ غړي خواجه عمران نذير بيا ويلي چې په پېښه کې اته کسان وژل شوي دي.