د لاسرسي ځای

ږوب: تښتوول شوي د ګوزڼ ضد کارکوونکي او لیويز سرتېري وژل شوي


د ږوب امنيتي چارواکي وايي، د دغه ښار له مرغه کبزيي سيمې د تېري جمعې پر ورځ تښتوول شوي څلور تنه وژل شوي دي، چې دوه پکې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو کارکوونکي او دوه د هغوی ساتونکي لیويز سرتېري ول.

د ژوب مرستیال کمشنر نظر کېتراڼ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د درې واړو تښتوول شويو مړي ورته نن سهار«نهې ورځ» له توده کبزيي سیمې په لاس ورغلي.

XS
SM
MD
LG