د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په خوست کې قومي لانجو د پرمختګ مخه نیولې ده'


د خوست والي انديښنه لري که دا ستونزې دوام پیدا کړي، نو دوی به د بیارغونې پرځای په همدې مسلو بوخت پاتې شي

د خوست ځايي چارواکي وايي، چې د غرونو او دښتو پر سر د قومونو او خلکو په منځ کې دعوو او نښتو په دې ولایت کې د بیارغونې بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي مشال راډيو ته وویل، چې که ځايي اداره او امنیتي ارګانونه د اوس په شان د غرونو او دښتو پر سر د قومي نښتو په مخنیوي او د ناحقو دعوو پر خلاصولو بوخت پاتې شي، نو دوی به بیارغونې او پرمختیايي کارونو ته وخت پیدا نکړي.

په خوست کې یو شمېر قومونه، کلي او پلرنې د پیړیو راهیسې د غرونو، دښتو او څړځایونو پر سر په خپلو کې دعوې لري، که څه هم د افغانستان د اساسي قانون د حکم له مخې دا ډول ملکیتونه سرکاري او حکومتي بلل کیږي، خو د دې ملکیتونو د سترې برخې څخه په پیړیو، پیړیو خلکو استفاده کړې او حتا شخصي يې ګڼلي او د دې ملکیتونو په ډېرو برخو کې کلي او کورونه اباد شوي دي.

ښاغلی نعیمي انديښنه لري که دا ستونزې دوام پیدا کړي، نو دوی به د بیارغونې پرځای په همدې مسلو بوخت پاتې شي:

«بې ځایه دعوو، بې ځایه وروروژنې، بې ځایه پر غرونو او کروندو باندې یو بل ته لاسونه سره اچول موږ مجبوروي، چې عامه نظم ته پاملرنه وکړو، زه مجبور یم چې دې دعوو او ستونزو ته د پای ټکی کېږدم، بیا نو زه دومره وخت نه لرم، چې پلونه، سړکونه او ویالې جوړې کړم، همدا ډول زموږ امنیتي ارګانونه بیچاره ګان ټوله ورځ په همدې مصروفه دي، په غرونو کې په ناچیزه شیانو جنګونه او ناحق دعوې، خلات څوک اخلي، ګټه ورڅخه څوک پورته کوي او تاوان يې ټول ولس ته رسیږي»

په وروستیو څلورو کالونو کې د ځايي ادارې په هلو ځلو د قومونو او مخورو شخصیتونو په منځګړیتوب یو شمېر مسلې اساسي هوارې شوي او حتا په اړه يې شرعي او قانوني پریکړې شوې دي، خو د دې پریکړو خلاف د مقبلو او منګلو په شان ځنو قومونو یو ځل بیا په خپلو کې وسلو ته لاس اچولی دی.

خوست سرپرست والي زیاتوي، چې په قومونو او کلیو کې ځني داسې کسان شته، چې په دې دعوو او جنګونو کې يې شخصي ګټې خوندي دي او هېڅکله هم نه غواړي، چې قومونه له دې ناخوالو راووځي، هغه یو ځل بیا د ټولنې په نفوذلرونکو شخصیتونو او بنسټونو غږ وکړه، چې په دې اړه دې خپل مسوولیتونه سرته ورسوي:

«که موږ په غرونو کې کښینو او تمامه ورځ د خلکو دعوې حل کوو، په کالونو کالونو به دا دعوې حل نه شی، ځکه هغوی يې نه غواړي، غوښتنه مې داده چې په دې برخه کې هر دیني عالم خپل دیني مسوولیت اداء کړي، هر مشر د خپل مشرتوب مسوولیت اداء کړي، هر ځوان د خپلې ځوانی مسوولیت اداء کړي، د امن ژوند، د سولې ژوند او د ترقۍ ژوند او د ابادۍ له پاره لاسونه سره ورکړو او کار وکوو»

قومي مشر حاجي رسول محمدخان تڼی هم وايي، چې قومي او کلیوالي جګړې نه یوازې د پرمختګ او بیارغونې مخه نیسي، بلکې په دې کې بشري زیان پیښیږي، د خلکو اقتصاد زیانمنیږي او په ټوله کې يې ولس د سترو ننګونو سره مخامخ کړی دی.

ده په مشرانو او د ولایتي شورا په استازیو غږ وکړ، چې پر وخت دې د ګډې همکارۍ له لارې دا مسلې هوارې کړي:

«په مشرانو زه هم غږ کومه، چې دوی دې مستقیماً د ولایتي شورا چې د خلکو نماینده ګان دي، د هغوی په کمک چې دا شخړې چې د خلکو په مینځ کې دي، یوازې اداره او حتا ولس يې د ستونزو سره مخامخ کړی دی، اقتصاد ته زیان لري، حتی په دې لاره کې خلک ژوند د لاسه ورکوي، دې ټولو مسلو ته متوجه شي او بالاخره دا ستونزې حل شي»

د یادونې وړ ده، قومي لانجې او د غرونو، دښتو او څړځایونو پر سر دعوې په لویه پکتیا او ځانګړي ډول خوست کې هغه مهم ستونزه ده، چې حتا ښکیلو خواوو په وروستیو لسیزو کې د یو بل پر ضد د لویو وسلو، توپونو، دهشکو، راکټ لنچرو او نورو اتومات وسلو څخه کار اخیستی او په خپلو کې يې یوه او بل لوري ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

XS
SM
MD
LG