د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر افغانستان د شوروي یرغل منفي اغېزې لا نه دي وتلې


د ډسمبر ۲۷مه د پخواني شوروي تحاد ترخې خاطرې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:26 0:00

د ډسمبر ۲۷مه د پخواني شوروي تحاد ترخې خاطرې

له نننه شپږویشت کاله د مخه په همدې ورځ د شوروي پوځونو وروستی عسکر د حیرتان بندرله لارې؛ له افغانستانه ووت.

د دلوې د میاشتې شپږ ویشتمه له افغانستان څخه د شوروي پوځونو د وتلو له ورځې سره برابره ده.

دا ورځ هرکال په کابل او نورو ولایتونو کې د غوڼدو په جوړولو سره نمانځل کیږي.

له نننه شپږویشت کاله د مخه په همدې ورځ د شوروي پوځونو وروستی عسکر د حیرتان بندرله لارې؛ له افغانستانه ووت.

د هاغه مهال شوروي اتحاد پوځونو د ځمکې او هوا له لارې د یو زرو درې سوه اته پنځوسم لمریز کال د جدي په شپږمه پر افغانستان یرغل وکړ، څه کم لس کاله په دې هیواد کې پاتې او د یو زرو درې سوه اوه شپیتم لمریزکال د د لوې په شپږویشتمه له افغانستانه ووتل.

مجاهدین له افغانستانه د شوروي پوځونو وتل؛ د دوی پر وړاندې د یرغلګرو ماته ګڼي او دا ورځ د هیواد په تاریخ کې د افغانانو د بریالیتوب ورځ بولي.

د دې مجاهدینو له جملې عبدالهادي ارغندیوال تاکید کوي چې دا ورځ دې هرکال ولمانځل شي:

"دا لویه او ویاړلې ورځ باید تجلیل شي؛ چې زموږ راتلونکی نسل وپوهیږي چې دا ورځ د میلیونونو افغانانو په قربانیو حاصل شوې ده. دا ورځ د درناوي وړ ده."

شا وخوا پنځه د یرش کال مخکې پر افغانستان د شوروي ځواکونو شمېر څه باندې یو لکو پنځه ویشت زرو ته رسیده.

اکثرو افغانانو دا حمله غندلې، پرخپل هیواد یې یو څرګند یرغل ګڼلی او ځینو یې پرضد مقابلې ته ملا ګانې تړلي دي.

راپورونه وايي، په افغانستان کې د شوروي عسکرو په څه باندې نهه کلنه موده کې؛ شاوخوا یومیلیون افغانان وژل شوي دي.

بلخوا په افغانستان کې د شوروي پلوه حکومت یو لوړ پوړی چارواکی سلیمان لایق دا نه تاییدوي چې د مجاهدینو د مبارزو له امله شوروي پوځونه له افغانستان څخه وتلي دي.

ښاغلی لایق په دې نظردی چې د افغانستان خلک اوس هم د ختیځ او لودیځ د رقابتونو قرباني دي:

"د ختیځ او لودیځ ترمینځ جنګ یا رقابت چې د یوې خوا په راس کې شوروي او د بلې خوا په راس کې امریکا وه؛ سبب شو چې په یو خونړي جنګ کې افغانان ښکیل شي.

منفي عواقب یې تراوسه هم شته او له مینځه نه دي تللي."

راپورونه داهم وايي، پر افغانستان د شوروي د یرغل په نتیجه کې شاوخوا لسو میلیونو افغانانو خپل کلي او کورونه پرې ایښي او ایران، پاکستان او د نړۍ نورو هیوادونو ته کډه شوي دي.

یو شمېر نور کارپوها ن بیا وايي؛ پر افغانستان د شوروي یرغل د دې سبب هم شو چې د دې هیواد سیاسي؛ اقتصادي او ټولنیزې خواوې کمزورې او د ګاونډیو مداخلو ته په کې زمینې برابرې شي.

د دې کارپوهانو له جملې څخه زبیر شفیقي ازادي رادیو ته وویل؛ له افغانستان څخه د شوروي پوځونو وتل یوه لاسته راوړنه ده؛ خو د شوروي عسکرو له وتو وروسته ځینو جهادي تنظیمونو د افغانانو هیلې په پام کې ونه نیولې.

ښاغلی شفیقي هیله ښيي چې نوي حکومت د هیواد له تیرو ناخوالو تجربه اخیستې وي او ملي یووالي ته هڅې وکړي:

"موجوده مشرانو او رهبرانو ته زما پیغام دا دی چې که دا هیواد وي؛ دوی به هم وي، سیاسي لوبو او ځانځانیو هیواد د پُلۍ پړک ته کنیاوه. د دې بدبختیو ورکولو ته په کار ده چې نوی حکومت ملي یووالي ته ډیرې هڅې وکړي؛ ملی یووالی په هیواد کې د روانو ستونزو یوازینۍ لاره ده."

په افغانستان کې د شوروي پلوه حکومت وروستی واکمن داکټر نجیب الله و او د ده له سقوط وروسته په کې د مجاهدینو حکومت جوړ شو.

خلک وايي، د جهادي تنظیمو نو ترمینځ د جنګونو پر مهال هم یوازې د کابل په ښار کې څه باندې شپیته زره خلک ووژل شول.

دوی وايي، که مجاهدینو د خپل واک پر مهال؛ شخصي او تنظیمي ګټې په پام کې نه وای نیولې؛ هیواد به اوس له اقتصادي ستونزو او د ناامنیو له ګواښ سره مخ نه وای.

راپور: خان محمد سیند

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG