د لاسرسي ځای

بلوچستان: د لشکر جنګوي یو مهم کماندان ووژل شو


د بلوچستان مرکز کوټه ښار

د بلوچستان مرکز کوټه ښار

په بلوچستان کې چارواکي وايي د امنیتي سرتیرو په عملیاتو کې یې د لشکر جنګوي د یو مهم کماندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.

په کوټه کې د امنيتي ځواکونو سرچينو نن دوشنبه د مشال ریډیو خبریال ته وویل، دا عملیات د کوټې په ګاهي خان څلور لاري او د ژوب په توده کودیزۍ سیمه کې ترسره شوي چې په ترڅ کې یې د لشکر جنګوي د یو قومندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي او همدارنګه د امنیتي ځواکونو یو سرتیری هم ژوبل شوی دی.

د لشکر جنګوي د قومندان نوم عثمان سیف الله ښودل شوی دی. لشکر جنګوي یا نورو وسله والو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي

XS
SM
MD
LG