د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ملي لوبډله په چارشنبه بنګلادېش ته مخامخېږي


د افغانستان کرکټ ملي ټیم چې د کرکټ نړیوال جام په لوبو کې برخه اخلي خپله لومړنۍ لوبه د راتلونکې چارشنبې پر ورځ له بنګلادېش سره کوي.

د نړیوال جام لوبو په لړۍ کې نن ایرلنډ ویست انډیز ته ماتې ورکړه.

پرون د اې ګروپ په سیاليو کې جنوبي افریقا او زیمبابوې لوبه وکړه چې په نتیجه کې یې جنوبي افریقا و زیمبابوې ته د ۱۱۲ یو سل او دوولسو منډو په توپیر ماتې ورکړه.

همداراز د بي ګروپ په بله سیالي کې چې د هند او پاکستان ترمینځ وه، لوبه د شپږ اویا منډو په توپیر پاکستان وبایلله.

د کرکټ نړیوال جام لوبې چې په استرالیا او نیوزي لېنډ کې ترسره کېږي او څوارلس ټیمونه ګډون پکې لري، شپږ اونۍ دوام کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG