د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ : هندوستان پاکستان ته په ۷۶ منډو ماتې ورکړه


د کرکټ د نړیوال کپ سږنۍ نښه
د کرکټ د نړیوال کپ سږنۍ نښه

د کرکټ په نړیوال کپ کې، د هند او پاکستان پیاوړې لوبډلې میدان ته ووتلې. لوبه هندوستان په ۷۶ منډو وګټله.

دا لوبه چې د سږني ورلډ کپ څلورمه لوبه وه او د اسټریلیا په Oval Adelaide کې د پول بي د ټیمونو ترمنځ وشوه، هندوستان پچه وګټله او لومړی یې خپله د بیټنګ کولو پریکړه وکړه. د دوی لوبغاړو ښه بیټنګ وکړو او ټول پنځوس اورونه ولوبیدل، دوی د اوو لوبغاړو په زیان ۳۰۰ منډې وکړې او په دې توګه یې پاکستان ته د ۳۰۱ منډو هدف وټاکلو.

په ځواب کې پاکستان د بیټنګ په میدان کې ښه ونه ځلېده. د دوی لوبغاړي یو په بل پسې وسوځیدل او د پنځوسو اورونو تر ختمولو پورې په میدان کې پاتې نه شول. دوی د ټولو لوبغاړو په تاوان ۲۲۴ منډې جوړې کړای شوې.

دپاکستان له غاړې ددوی کپتان مصباح الحق ښه بیټنګ وکړ او پوره هڅه یې وکړه چې خپله لوبډله د هند په وړاندې ماتېدو ته پرې نږدي، خو برخلیک ورسره یاري ونکړه اوپه ۷۶ منډو وسوځیدو. ددې ترڅنګ احمد شهزاد ۴۷ ، حارث سهیل ۳۶ او شاهد اپریدي ۲۲ منډې جوړې کړې.

په نننۍ لوبه کې د هندوستان له غاړې ویرات کوهلي ۱۰۷ ، سریش رینا ۷۴ او شیکر داون ۷۳ منډې جوړې کړې. د پاکستان له غاړې سهیل خان پنځه لوبغاړي اوټ کړل. د هندوستان په بالرانو کې محمد شامي ښه وځلید او د پاکستان څلور ویکټې یې واخیستلې. د لوبې غوره لوبغاړی ویرات کوهلي اعلان شو.

دپاکستان په ټیم کې نن څلور پښتانه لوبغاړي لوبیدل چې یونس خان ، شاهد اپریدی ، یاسر شا او سهیل خان دي. له شاهد اپریدي او یونس خان نه چې نندارچیانو د کومې لوبې تمه لرله هغه دوی ونه شودلی شوه.

د لوبې وروسته که د هندوستان د ټیم کپتان مهندر سینګ دهوني په خپلې بریا خوښي ښکاره کوله نو پاکستاني کپتان مصباح الحق بیا رسنیو ته وویل چې لا نورې لوبې هم په مخکې لري او د هغو په ګټلو به هڅه کوي چې په نړیوال کپ کې مخکې لاړ شي.

هند او پاکستان چې دوه ګاونډي خو رقیب هیوادونه دي، د کرکټ د لوبډلو ترمنځ زور ازمویلو ته د دواړو هیوادونو نندارچیان ډیر انتظار باسي. خو د کرکټ په نړیوالو کپونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په ټولو شپږو سیالیو کې بریاوې تل د هندوستان په برخه رسیدلي دي.

پاکستان به خپله دوهمه لوبه د فرورۍ پر ۲۱مه د ويسټ انډيز په وړاندې، د مارچ پر اوله د زمبابوې په ضد، د مارچ پر څلورمه د متحده عرب امارات خلاف، د مارچ پر اوومه د جنوبي افريقه په مقابل کې او د مارچ پر ۱۵مه د آيرلېنډ په وړاندې کوي.

دا ځل د کرکټ نړيوال جام لوبې د آسټراليا او نيوزيلېنډ په بېلا بيلو ښارونو کې تر سره کيږي.

دا لومړی ځل دی چې د کرکټ په دي نړيوال جام کې د ۱۴ هيوادونو لوبډلې برخه اخلي او يو شمېر هغو لوبډلو ته هم د لوبې کولو اجازه ورکړل شوې چې نوي راپورته شوي او د نړيوالو يو ورځنيو لوبو زياته تجربه نلري.

په دې اتلولۍ کې لوبډلې په دوو برخو کې وېشل شوي چې هره لوبډله به خپلې لومړۍ شپږ سيالۍ په خپله برخه کې دننه تر سره کوي. افغانستان به په الف برخه کې لوبېږي چې په مقابل کې يې آسټراليا، نيوزي لېنډ، انګلستان، سريلنکا، بنګله دېش او سکاټلېنډ دي. پاکستان به په دوهمه برخه کې لوبيږي چې په مقابل کې يې هند، جنوبي افريقا، ويسټ انډيز، زمبابوی، آيرلېنډ او متحده عرب

په دي ټورنمنټ کې چې د مارچ تر ۲۹مې نېټې به دوام ولري، ۴۹ لوبې به پکې تر سره کيږي. د الف او ب ډلې له اوو لوبډلو به څلور څلور غوره لوبډلې کوارټر فاينل ته وځي چې د مارچ پر اتمه پيليږي. وروسته به سېمي فاينل يا نيمه پايلوبو ته څلور غوره لوبډلې وځي چې سيالۍ يې د مارچ پر ۲۴مه او ۲۵مه ټاکل شوي دي. د نړيوال جام فاينل يا پايلوبه به د مارچ پر ۲۹مه نېټه د آسټراليا يه ويکټوريه کې په مېلبورن ميدان کې کيږي.

XS
SM
MD
LG