د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین او پاکستان د اړیکو راتلونکی ؟


د چین د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان د وزیر اعظم د بهرنیو چارو صلاح کار اسلام اباد کې د خبري غونډې پرمهال
د چین د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان د وزیر اعظم د بهرنیو چارو صلاح کار اسلام اباد کې د خبري غونډې پرمهال

په دې ورستیو کې د چین د خارجه چارو وزیر وانګ یي د پاکستان دوه ورځنۍ دوره وکړه چې پکې یې ددې هېوادد اعلی حکومتي او پوځي چارواکو سره لیده کاته وکړل.

په دې موقع د دواړو هېوادونو چارواکو یو وار بیا دا خبره څرګنده کړه چې په سیمه او نړۍ کې که هر ډول حالات رامخې ته کیږي، دچین او پاکستان تعلقات به اغیز من نکړي. دپاکستاني وزیراعظم د خارجه چاروسلا کار سرتاج عزیر وېلي ددې هېواد په خارجه پالیسۍ کې چین بنیادي او مهم حثیت لري.

دي ډپلومېټ مجلې همدې موضوع ته په کتنې کولو سره لیکلي چې د چین د خارجه چارو د وزیر په دې سفر کې ترټولو لویه خبره پاکستان ته د چیني صدر د تګ اعلان وو، چې د چارواکو په وېنا په نزدې راتلونکي کې به ترسره کیږي. د ژي جنګ پنګ دا دوره تېر کال کیدونکې وه خو د تحریک انصاف ګوند له اړخه د مرکزي حکومت خلاف د دهرنو لوجې وځنډېدله.

د دې راپور ترمخه د ښاغلي وانګ یې په دې دوه ورځني سفر کې د دواړو هېوادونو چارواکو د افغانستان د سولې او ثبات په هکله هم خبرې اترې وکړی او پاکستاني چارواکو وانګ یې ته څرګنده کړه چې په افغانستان کې د پخلاینې او بیا رغونې په عمل کې به د چین سره همکاري کوي. چین هڅې کوي چې د افغانستان په سوله او ثبات کې د پاکستان مثبت کردار یقیني کړي.

دا راز مجله لیکي چې د چین د خارجه چارو دوزیر په دې سفر کې د چین نه ګوادر ته د مجوزه اقتصادي لارې په هکله هم خبرې وشوې او په دې لړ کې وزیراعظم نواز شریف تمه څرګنده کړه چې پاکستان ته د چین د صدر سفر به دا منصوبه لا نوره تنده کړي. چین په پاکستان کې د ګوادر بندر، توانايۍ او صنعتي پرمختګ لپاره په یو شمیر منصوبو کار کوي.

مجله لیکي چیني چارواکو نه یواځې ددې اقتصادي لارې د جوړولو پرمهال د امنیتي مشکلاتو ذکر وکړ، بلکه د چین په سنکیانګ صوبه کې فعال د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ وسله والې ډلې په اړه هم خبرې وشوې. او د پاکستاني پوځ مشر جنرل راحیل شریف ښاغلي وانګ یې ته د وسله والو خلاف د روانو عملیاتو تفصیل هم ورکړو او وې وییل چې دوي به بلا تفریق د ټولو وسله والو ډلو خلاف کاروايي کوي.

XS
SM
MD
LG