د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو د پوليو ضد ويکسينو پر ټېم بريد کړی


په لواړګې کې ماشومانو ته د پوليو ضد ويکسين ورکول کيږي
په لواړګې کې ماشومانو ته د پوليو ضد ويکسين ورکول کيږي

خيبر ايچنسۍ کې يو وسله وال بريد کې د پوليو ضد ټېم يو ډرايور وژل شوی او يو بل کارکوونکی زخمی شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې تر تېر کال پورې له دري سوو زيات ماشومان د پوليو يا ګوزڼ په ناروغۍ اخته او معذوره شوي دي.

په خيبر ايجنسۍ کې د پوليو يا ګوزڼ د مخنيوي ويکسين د کمپاين پر ټېم شوې حمله کې يو ډرايور وژل شوی دی.

د خیبر ایجنسۍ یو انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال ریډیو ته وويل چې نن سهار د لواړګي په ليرې پرته سیمه لوی شلمان شین پوخ کې وسله والو د ګوزڼ ضد کمپاین د کارکونکو پر يو ګاډي ډزې وکړي او د ډرايور د وژلو تر څنګ يې د دې ټېم يو بل غړی ژوبل کړ.

د صحت نړيوالې ادارې (WHO) ويلي وو چې که پاکستان د ګوزڼ وايرس مخنيوی ونه کړي نو کيدای شي په وګړو يې ځينو هيوادونو ته سفري بنديزونه ولګيږي.

د چارواکو په خبره دغه ګاډی هغه مهال په نښه شو چې د کمپاين دا کسان له لوی شلمان څخه لواړګي ته د ایجنسۍ مرکزي روغتون تهد اونيزې يا هفته وارې غونډې لپاره روان وو چيرته چې دوی د راتلونکې ګل يا دوشنبې په ورځ شروع کېدونکي پوليو ضد کمپاين لپاره په تياري خبرې کولې.

امنيتي چارواکي زیاتوي چې دوی په دې سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي خو تر اوسه یې د دغې پیښې په تړاو څوک نه دی نیولی.

د دې حملې زمه واري د لشکر اسلام وسله والې ډلې پر غاړه اخيستي.

د يادونې وړ ده چې پاکستان، افغانستان او نايجيريا د نړۍ يوازيني هغه دري هيوادونه دي چې لا هم پکې د پوليو د وايرس معذورونکی وايرس شتون لري. د پاکستان حکومت ويلي وو چې د تېر کال دسمبر مياشت پورې په ټول ملک کې د پوليو ۳۰۵ ناروغان وو. د دي ناروغيوو ډېر شمېر په قبايلي سيمو کې مخې ته راغلی.

تېر کال د صحت نړيوالې ادارې (WHO) ويلي وو چې که پاکستان د ګوزڼ وايرس مخنيوی ونه کړي نو کيدای شي په وګړو يې ځينو هيوادونو ته سفري بنديزونه ولګيږي.

XS
SM
MD
LG