د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړيوال جام تاريخ


افغانستان کرکټ ملي لوبډله
افغانستان کرکټ ملي لوبډله

د کرکټ يولسم نړيوال جام چې د فېبرورۍ پر څورلسمه پېلېږي، چې په لومړي ځل د افغانستان لوبډله برخه پکې اخلي.

د کرکټ يولسم نړيوال جام به د فېبرورۍ پر څورلسمه (۱۴) نېټه په اسټرالیا او نیوزي لينډ کې پېلېږي. په دې نړیوال جام کې څورلس (۱۴) لوبډلې برخه اخلي چې ۴۹ (نهه څلوښت) لوبې به کوي.

د کرکټ نړيوال جام لوبې هر څلور کاله پس کېږي، چې د ۲۰۱۱م کال کرکټ نړیوال جام هند ګټلی و. د ۲۰۱۵ کال کرکټ نړیوال جام لوبې به د مارچ تر نهه ويشتمې نېټې دوام لري.

د کرکټ په تاريخ کې نړيوال جام و چا ګټلی وو او وتلي لوبغاړي یې څوک ول؟

د کرکټ لومړي نړيوال جام په ۱۹۷۵ کال په انګلينډ کې شوی و، او په پایلوبه کې ويسټ انډيز و انګلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه. د دې پایلوبې تر ټولو غوره لوبغاړی د ويسټ انډيز کلایو لایډ Clive Lloyd و.

د کرکټ دويم نړيوال جام په ۱۹۷۹م کال هم په انګلېنډ کې شوی و. ويسټ انډيز په نیمه پایلوبه »سيمي فاينل» کې پاکستان ته ماتې ورکړې وه، او په پایلوبه کې ويسټ انډيز د کوربه هېواد انګلينډ لوبډلې ته په ۹۲ منډو ماتې ورکړې وه. ويسټ انډيز پرله پسې دويم ځل د کرکټ نړيوال جام ګټلی و.

د کرکټ دريم نړيوال جام په ۱۹۸۳م کال کې په انګلينډ کې شوی و او په پایلوبه کې د هند لوبډلې ويسټ انډيز ته ماتې ورکړې وه. پایلوبه د کرکټ مشهور ميدان Lords لارډز کې شوې وه. د پاکستان لوبډلې د ۱۹۸۳ کال نړيوال جام کې په نیمه پایلوبه کې له ويسټ انډيزه په اتو وکټو ماتې خوړلې وه. د ۱۹۸۳ کال نړيوال جام اتل د هند لوبډله وه او کپتان یې کپيل ديو و.

د کرکټ څلورم نړيوال جام لوبې په پاکستان او هند کې په ۱۹۸۷ کال شوې وې. د پاکستان او هند لوبډلو په نیمه پایلوبه کې ماتې خوړلې وه، پایلوبه د اسټراليا او انګلېنډ ترمينځ د هند په مشهور ايډن ګارډن کې شوې وه، چې اسټراليا ګټلې وه. د اسټراليا کرکټ لوبډلې کپتان الن بارډر Allan Border و.

د کرکټ پينځم نړيوال جام په ۱۹۹۲م کال کې په اسټراليا او نيوزي لېنډ کې شوی و. په دې نړیوال جام کې پاکستان په لومړي ځل دغه جام په خپل نامه کړو. پاکستان په پایلوبه کې د ميلبورن په ميدان کې انګلېنډ ته په ۲۲ منډو ماتې ورکړې وه. د پاکستان لوبډلې کپتان عمران خان وو، چې تر دې وړاندي يې په څلورو نړیوال جام سیالیو کې برخه اخیستې وه.

د کرکټ شپږم نړيوال جام په ۱۹۹۶م کال په پاکستان، هند او سرلنکا کې شوی و. پایلوبه یې د لاهور قذافې لوبغالي کې د سري لنکا او اسټراليا ترمينځ شوې وه چې پکې سري لنکا په لومړي ځل د کرکټ نړيوال اتل وګرځېدو.

پاکستان په منځلوبه «کوارټر فائنل» کې له هنده ماتې خوړلي وه. په ۱۹۹۶م کې د هغه وخت وزيراعظمې بېنظر بوټو د سري لنکا کپتان ارجنه رانا ټونګا ته نړيوال جام ورکړ.

د کرکت اووم نړيوال جام په ۱۹۹۹م کال کې په انګلينډ کې شوی وو، خو ځېنې لوبې په سکاټ لېنډ، آیېرلېنډ او په هالېنډ کې شوې وې. د اووم نړيوال جام پایلوبه چې په لارډز ميدان کې شوې وه، د اسټراليا لوبډلې پاکستان ته په اتو وکټو ماتې ورکړې وه. د پاکستان تيز بالر شعيب اختر د ټورنامنټ غوره لوبغاړي ګرځېدلی و. د پاکستان د لوبډلې کپتان وسيم اکرم و.

د کرکټ اتم نړيوال جام په ۲۰۰۳م کال کې په جنوبې افريقا، زمبابوي او کينيا کې شوی و. په پایلوبه کې د اسټراليا کرکت لوبډلې و هند ته ماتې ورکړې وه او په درېيم ځل يې نړيوال جام وګتو. اسټراليا د ټورنامنټ ټول ۱۱ مېچونه ګټلي ول، چې د کرکټ په تاريخ کې ريکارډ وو.

د کرکټ نهم نړيوال جام په ۲۰۰۷ کال کې په وېسټ انډيز کې شوی و. په دې کې شپاړلس هېوادونو برخه اخیستې وه. د کرکټ په تاريخ کې په لومړي ځل داسې شوي و، چې کمزورو ټيمونو و پاکستان او هند ته ماتې ورکړې وه. د ۲۰۰۷ کال پایلوبه کې د اسټراليا لوبډلې و سري لنکا ته ماتې ورکړې وه او څلورم ځل نړیوال اتل وګرځېدلو.

د کرکټ لسم نړيوال جام په ۲۰۱۱م کال کې په هند، سري لنکا او بنګله ديش کې شوی و. په پاکستان کې د ټورنامنټ لوبو د امنيت له وجې نور هېوادونو ته ورکړل شول. په سيمي فائنل لوبه کې چې په موهالې کې شوي وو، يوې سختي مقابلې وروسته هند پاکستان ته ماتې ورکړه. همدغه په فائنل لوبه کې د هند لوبډلې سري لنکا ته ماتې ورکړه، او په دويم ځل يې نړيوال جام په خپل نوم کړ.

د کرکټ يولسم نړيوال جام چې د فېبرورۍ پر څورلسمه پېلېږي، چې په لومړي ځل د افغانستان لوبډله برخه پکې اخلي. د افغانستان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له بنګله ديش سره د فېبرورۍ پر اتلسمه نېټه کوي. همداراز پاکستان به لومړۍ لوبه له هند سره کوي چې د فېبرورۍ په پينځلسمه نېټه به کيږي. د پاکستان په لوبډله کې هرکاره لوبغاړی «ال راونډر» شاهد اپرېدی هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG