د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور امام بارګا کې د طالبانو برید ۱۹ تنه وژلي ګڼ ژوبل


د خېبر پښتونخوا روغتیا صوبايي وزير شاهرام خان تره کی او د حيات اباد مېډيکل کمپلېکس مشر دواړه وايي چې په بريد کې نولس کسان وژل شوي او پينځه څلوښت ژوبل دي.

د پیښور حیات اباد په امامیه مسجد کې د وسلوالو طالبانو په برید کې ۱۹ کسان وژل شوي او تر پنځوسو زیات ژوبل دي، چارواکي وايي، څلور بریدګر د جمات د شا تر دېواله وراوښتي، لومړی یې په لاسي بمونو او ډزو لمونځ کوونکی په نښه کړل. د دوی په خبره ټول څلور بریدګر ول چې د درو ځانمرګو بریدکوونکو د بدن غړي امنیتي چارواکو په خپله ولکه کې اخیستي دي.

څلورم ځانمرګی بریدګر جېکټ نه دی چاودلی او دغه ځانمرګی برید کوونکی په جمات کی موجود خلکو راټینګ کړی وو او بیا روستو د بمونو ناکاره کوونکی ډلی په مړ حالت کې وموندلو. د ځانمرګي بریدګر جیکټ یې هم ناکاره کړو او د دې ترسنګ په جمات کی درې لاسي بمونه هم ناکاره کړل شول. دا د شییعه مسلک د خلکو جمات دی چې د برید پړه یې تحریک طالبان پاکستان منلې ده

حيات اباد د پېښور تر ټولو حساسه او لوکسه سيمه ده چې د خيبر ايجنسۍ له قبايلي سيمې سره اوږده پوله لري.

د پاکستان وزیر اعظم نواز شريف په پېښور کې د شيعه ګانو پر جومات بريد غندلى او د بېړنيو تحقيقاتو غوښتنه يې کړې ده.

د ننني برید په څېر څه کم دوې میاشتې وړاندې وسله والو طالبانو د پېښور په ارمي پبلک سکول کې هم په خپل خونړي برید کې د ۱۴۲ ماشومانو په ګډون تر ۱۵۰ زیات کسان وژلي ول، او لسګونه یې نور یې ژوبل کړي ول.

د خېبر پښتونخوا مرکز پېښور له تېرې څه باندې یوې لسیزې راهیسې بیا بیا د بېلا بېلو وسله والو ډلو د ځانمرګو بریدونو، بمي چادنو، هدفي وژنو او د ترهه ګرۍ ګڼو نورو پېښې موخه ګرځېدلی.

XS
SM
MD
LG