د لاسرسي ځای

افغانستان کې پاته امریکايي سرتېرو ته د وتلو انتخاب ورکړل شو


په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال جان کیمبل

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال جان کیمبل

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال جان کیمبل وايي، ده خپلو قومندانانو ته له افغانستانه د پاتې امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه انتخابونه ورکړي دي.

دا خبره نوموړي بېګا د امریکا سېنېټ د پوځي خدماتو کمېټۍ ته د مالوماتو ورکولو پر مهال وکړه.

جنرال کیمبل وویل، دی په خصوصي توګه د روان کال اوړي ته اندېښمن دی ځکه چې دا ځل به افغانان په بشپړه توګه پخپله د جګړې ټولې چارې پر مخ وړي. افغان ولسمشر اشرف غني په بیا بیا ویلي دي چې له هغه هېواده د سرتېرو په وتلو کې بیړه کېږي او پر امریکا یې غږ کړی دی چې د مهالوېشونو پابندي دې نه کوي. دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۱ زره امریکايي سرتېري پاتې دي خو ټاکل شوې چې د روان کال په پای کې به د سرتېرو شمېر نیمايي ته کم کړل شي.


XS
SM
MD
LG