د لاسرسي ځای

پاکستان په افغانستان کې د ګډو پوځي عملیاتو خبر رد کړ


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان له قوله خپاره شوي هغه رپورټونه رد کړي چې ګواکې پاکستان له افغان حکومت او ناټو سره په همغږۍ د افغانستان پر خاوره په سرحدي سیمو کې پوځي عملیات کړي دي.

تېره ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه وضاحتي بیان کې وویل، چودري نثار د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې د کابل او اسلام اباد د همکارۍ او همغږۍ زیاتېدو په اړه خبره کړې وه چې رسنیو په ناسم ډول خپره کړه.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت تر دې بیان وروسته د افغان ولسمشر له دفتره په خپور شوي یوه بیان کې راغلي، کابل خپل دریځ یو ځل بیا روښانه کوي چې د افغانستان پر خاوره به یوازې افغان ځواکونه عملیات کوي او بل هېڅ هېواد ته به د دې کار اجازه نه ورکوي. بیان زیاتوي، افغان او پاکستانیو ځواکونو هېڅ کله په ګډه په افغانستان کې عملیات نه دي کړي.

XS
SM
MD
LG