د لاسرسي ځای

روغتیايي چارواکي وايي، په کوټه کې یوه اته کلنه ماشومه تر جنسي تېري وروسته وژل شوې.

د کوټې د بولان میډیکل کالج روغتون ډاکترانو بېګا وویل، زهره تېره ورځ په ټپي حالت کې روغتون ته وروړل شوې وه چې وروسته مړه شوه. د روغتون یوې ډاکترې عایشې فیض مشال راډيو ته وویل، پر ماشومې لومړی جنسي تېری شوی وو او وروسته یې په چاړه غاړه پرې کړل شوې. خو د پولیسو یوه مشر عاصم او د ماشومې کورنۍ وايي، پر زهرې تېری نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG