د لاسرسي ځای

افغانستان: ایراني ځواکونو پنځه فغان کارګران وژلي


یو ایراني سرتیری د قاچاق وړونکو د تګ څارنه کوي

یو ایراني سرتیری د قاچاق وړونکو د تګ څارنه کوي

د افغانستان د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې ایراني ځواکونو پنځه تنه افغان کارګران وژلي، پنځه یې ټپیان کړي او لس نور یې له ځانه سره بیولي دي.

د فراه د امنیې قومندانۍ سرپرست دل جان خاکریزي مشال راډیو ته وویل، چې د وژلو شویو افغان کارګرانو یو جسد دوی ته په لاس ورغلی او نور یې ایراني ځواکونو انتقال کړي دي.

د فراه چارواکي وایي، چې دې افغانانو د ایران او افغانستان په سرحدي سیمه کې کار اوبار درلود.

د فراه د امنیې قومندانۍ سرپرست زیاته کړه، چې د امنیتي مسولینو څخه جوړ یو پلاوی سیمې ته ورغلی او په دې اړه به څیړنه وکړي.

د فراه د لاش جوین ولسوال صمدیار بیا مشال راډیو ته ویلي، چې په دې افغانانو کې لس تنه قاچاق وړونکي هم وو.

د افغانستان او ایران په سرحدي سیمه کې د افغانانو وژل نوې خبره نه ده، بلکې له دې وړاندې هم ایراني عسکرو بې ګنا افغانان وژلي او افغان حکومت یې په وړاندې جدي غبرګون نه دی ښودلی.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG