د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې سختدریځي او د اسلام اباد او ریاض اړیکي


په دي اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه کې ډاکتره عایشه صدیقه دا لیکنه په اصل کې د پاکستان او سعودي عرب د هغو بیانونو په رڼا کې لیکلې چې روانه اوونۍ دواړو هېوادونو د یو بل په ځواب کې خپاره کړل.

لومړی سعودي عرب د دوشنبې یا ګل پر ورځ په بیان کې دا تاثر ناسم وګرځاوه چې ګواکې په پاکستان کې د انتها پسندۍ یا سختدریځۍ خپرولو په خاطر مدرسو، جوماتونو او یا نورو ادارو ته پیسې ورکوي.

په بیان کې راغلي ول چې ریاض چې هر چا ته پیسې ورکوي نو له پاکستاني حکومت سره اړیکی یا رابطه کوي.

د سې شنبې پر ورځ، پاکستان په ځوابي بیان کې له اسلام اباد سره د ریاض د اقتصادي مرستو ستاینه وکړه خو په ډېپلوماټیکه توګه یې زیاته کړه چې پاکستان اوس د ترهګرۍ مخنیوي په موخه هر کس او ادارې ته د تر لاسه کېدونکو پیسو سمه او کلکه څارنه کوي.

هم دې بیانونو ته په پام د سیاسي او دفاعي چارو شنونکې ډاکتره عایشه صدیقه لیکي، بالاخره د سعودي عرب په پاکستان کې د کردار په حواله د دې هېواد وګړي له خوبه ویښ شول او بیا یې دومره توان او موقع وموندله چې د دواړو هېوادونو پخواني تعلقات تر پوښتنې لاندې راولي.

لیکواله پوښتنه کوي چې ولې ناڅاپه د سعودي عرب د کردار په اړه دا شور شرابه شروع شوه؟

په ځواب کې ډاکتره صدیقه لیکي، ممکنه ده چې یو څوک داسې وي چې فکر یې کړی وي چې د سعودي عرب تېل په ختمېدو دي نو ښايي هغه هېواد نور له پاکستان سره د مالي مرستو توان ونلري او یا بله وجه دا کېدای شي چې د پاکستان پوځ غواړي ترهګر ختم کړي نو خلکو ته د دې ډول خبرو موقع په لاس ورغلې وي.

ډاکتره صدیقه بله پوښتنه کوي: ایا یوازې سعودي عرب مجرم دی که نه قطر، متحده عرب امارات او جنوبي افریقا هم؟

د دې په اند، د خلیج عربي هېوادونو واکداران د پاکستان په جنوبي پنجاب کې لویې ماڼۍ لري چې پکې له مرغانو نیولې تر انسانانو پورې د ټولو ښکار کوي.

تر دې وروسته عایشه صدیقه کاږي، که له یوې خوندي وسله والې ډلې سره خبره وکړل شي نو وايي چې کراچۍ د مالي مرستو تر ټولو مهمه سرچینه ده او تر هغې وروسته لاهور، فیصل اباد، ګوجراواله او سیالکوټ ښارونه دي.

نوموړې وايي، د پاکستان د ځمکو نیونکي هم د مختلفو وسله والو ډلو مالي مرسته کوي. د دې په خبره، نه یوازې لوی شمېر پیسې له رسمي لارو ورځي بلکې ملایان یې هم له ځانه سره هغه هېواد ته وروړي.

عایشه صدیقه په خپله لیکنه کې د ترهګرۍ مخنیوي په لړ کې د مدرسو اصلاحاتو په اړه هم خبره کوي. نوموړې وايي، د مدرسو بندولو په حق کې نه ده، خو باید په شخصي سېکټر یا څانګه کې د چلېدونکو انګریزي سکولونو هم رسمي څارنه وشي او منظم کړل شي. د دې لامل دا دی چې وسله وال او سختدریځي انګریزي تعلیمي ادارو ته هم ننوتي دي.

دا وايي، خبره دا نه ده چې په مدرسو کې انګرېزي نه ښودل کېږي او یا هلته نصاب نشته، اصلي ستونزه زده کوونکو ته د سبق ورښودو طریقه ده.

نوموړې زیاتوي، بل مشکل دا دی چې مدرسې پخپله هم چندې غونډوي او دا چې د لګښتونو او امدن هېڅ حساب کتاب یې نه کېږي.

XS
SM
MD
LG