د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ځوان سندرغاړي طارق حسین سره خبرې


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په خپرونه کې مو دا ځل د پېښور له یوه ځوان سندرغاړي طارق حسین سره خبرې کړې دي.

دی وايي، نیکه یې موسیقار وو، پلار یې هنرمند او دی ۱۰ کلن وو چې د موسیقۍ ډګر ته راغی.

حسین وايي، تر لسم ټولګي یې په سکول کې زده کړې کړې دي او اوس په شخصي ډول زده کړې پر مخ وړي.

طارق حسین وايي، له دوو کلونو راهیسې د پښتو ژبې موسیقارانو او هنرمندانو د خیر ښېګڼې یوه اداره چلوي چې پکې یو شمېر سندرغاړي ورسره ملګري دي.

دی په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا له حکومته د اقداماتو غوښتنه کوي.

له طارق حسین سره د خبرو تر څنګ سندرې هم درخپروو.

د سندرو امېل خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

له ځوان سندرغاړي طارق حسین سره خبرې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG