د لاسرسي ځای

تازه خبر

په منسک کې د اوکراین سولې لپاره غونډه


د اوکراین ولسمشر پروشینکو د سه شنبې په ورځ ویلي وو چې د مینسک غونډه به د یوه اړخیز اوربند او د درندو توپونو د ایستلو د اعلان لپاره وروستی فرصت وي.

ټاکل شوې چې نن د بیلا روس په مرکز مینسک ښار کې د اوکراین د خیتځ د شخړې په اړه د جرمني، فرانسې، اوکراین او روسیې مشران غونډه وکړي او د دې شخړې د ختمولو پرلارو چارو به بحث وکړي.

د جرمني وزیر اعظمه انګیلا میرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند پلان لري چې په مینسک کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوټین او د اوکراین له ولسمشر پټرو پوروشینکو سره وګوري؛ خو د اوکراین په ختیځ کې جګړې دوام لري او د دې غونډې نتیجو ته هم زیاته هیله نشته.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د سې شنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوټین سره په ټيلفون خبرې وکړې.

سپينې ماڼۍ له پوټین نه په ټینګه وغوښتل چې د اوکراین په ختیځ کې د شخړې د ختمولو لپاره دې د مینسک د سولې د خبرو له فرصت نه ګټه واخلي.

ولسمشر اوباما پوټین سره په ټيلفوني خبرو کې یو ځل بیا د اوکراین د ځمکنې تمامیت ملاتړ وکړ او د یوه سیاسيي حل په اړتیا یې ټينګار وکړ.

سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیه کې ویلي؛ که چیرې روسیه د عسکرو او وسلو استولو او د بیلتون غوښتونکو د مالي ملاتړ په ګډون؛ په اوکراین کې تهاجمي اعمالو ته دوام ورکړي؛ ډېر زیات تاوان به ورته ورسیږي.

کرملین په یوه بیان کې ویلي؛ ولسمشر پوټین او ولسمشر اوباما د اوکراین د کورنۍ شخړې لپاره د سیاسي حل په اړتیا ټینګار وکړ؛ تر څو ډير ژر وینې تویېدل بند شي.

د اوکراین ولسمشر پروشینکو د سه شنبې په ورځ ویلي وو چې د مینسک غونډه به د یوه اړخیز اوربند او د درندو توپونو د ایستلو د اعلان لپاره وروستی فرصت وي.

په عین حال کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي؛ موږ مینسک ته د بریالیتوب له یوې قوي ارادې سره ځو؛ پرته له دې چې ډاډمن نه یو څه به وکړو. ده زیاته کړه، د جرمني وزیر اعظمه انګیلا میرکل او دی ژمن دي چې د یوه نړیوال حل لپاره به په خپل ټول وس او توان هڅې وکړي.

د فرانسې ولسمشر دغه راز وویل؛ د مینسک په غونډه کې معامله د سوداګرۍ د بیا پیل لپاره هم زیات اهمیت لري. په اوکراین کې د روسیې د مداخلې له امله لویدیځو حکومتونو په مسکو بندیزونه لګولي دي.

فرانسې، روسیې ته د هلیکوپټرو د انتقال جنګي بیړۍ ورکول هم ځنډولي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاینمایرد سه شنبې په ورځ د اوکراین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټيلفونې خبرې وکړې او هیله یې وکړه چې په شخړه کې شامل اړخونه باید د مینسک د خبرو په جریان کې د جګړو او شخړو زیاتولو هڅه ونه کړې:

"زه هیله من یم چې په شخړه کې د شاملو اړخونو څخه یو هم په وروستیو ساعتونو کې شخړې داسې انفجاري حالت ته ونه رسوي چې د مینسک مشریزه غونډه زیانمنه کړي.

موږ په خپل ټول وس او توان زیار باسو چې یو سیاسي حل رامنځ ته کړو. په اوس وخت کې به یوازینی سیاسي حل دا وي چې په شخړو کې د نظر وړ کموالی راشي او هیله ده چې اوربند ټینګ شي. دا په سیمه کې د واقعي سولې د اړتیا لپاره هیلې دي."

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فیدریکا موګیریني وویل؛ د میسنک د غونډې ټولو اړخونو او تر ټولو دمخه روسیې ته زما پیغام دا دی چې له فرصت نه دی ګټه واخلي؛ د مینسک د تړون په عملي کولو دې سلا شي او د اوکراین د کړکیچ د ختمولو لپاره دایوازینۍ لار ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG