د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ټاپي هېوادونو ګېس نللیکه زغرده غځول غواړو'


نواز شریف وویل، دا وخت پاکستان د ګېس له کمښت سره مخامخ دى اوکه مجوزه منصوبه زغرده سر ته ورسي نو په پاکستان کې به د ګېس پر کمي قابو وموندل شي.

د پاکستان سرکاري راډيو په وينا د پاکستان وزيراعظم نوازشريف ويلي دي چې پاکستان د افغانستان، ترکمانستان، افغانستان او له هند سره دګېس نللیکې پر منصوبه په تېزۍ سره کار سرته رسول غواړي ځکه چې دا د ټولو ملکونو لپاره ګټوره ده.

نوموړي دا خبرې نن «چارشنبه» په اسلام آباد وزير اعظم هاوس کې د هند، افغانستان او ترکمانستان له پيټروليم وزيرانو سره ملاقات کې وکړه، پر دې مهال د پاکستان تيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي هم موجود وو.

نوازشريف وويل چې پاکستان به په دې منصوبه کار تيزولو کې خپل غوره کردار ادا کوي ځکه چې د دې منصوبې ځنډېدل یې په لګښت کې زياتوالی راوړي.

نوموړي زياته کړه چې دا وخت پاکستان د ګېس له کمښت سره مخامخ دى اوکه مجوزه منصوبه زغرده سر ته ورسي نو په پاکستان کې به د ګېس پر کمي قابو وموندل شي.

XS
SM
MD
LG