د لاسرسي ځای

تازه خبر

'دواړو غاړو ته پښتانه مري'


د ليکوالانو په خبره ماشوم که په پکتيا او که په پېښور کې وژل کېږي دواړه اغيزمن دي.

په جاپاني مجله دې ډپلوماټ کې مونا نصير او عزيز امين احمدزي د ډيورنډ کرښې دواړه غاړو ته مېشتو پښتنو ترمنځ پر ټولنیزه رسنیو «سوشل ميډيا» یانې فېسبوک او ټویټر باندې د اختلافي بحثونو پر موضوع پخپله ليکنه کې وايي، بايد د دواړو پښتانه بايد له کرکې ډک بحثونو څخه ډډه وکړي ځکه چې دا د دوی د ګډ دښمن په ګټه تمامېږي.

په ډپلوماټ مجله کې مونا نصير او عزيز امين احمدزي خپله ګډه مقاله په اصل کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر بريد وروسته پر ټولنيزه ميډيا په خاصه توګه فېسبوک باندې د ډيورنډ دواړو غاړو پرتو پښتنو ترمنځ د منفي بحثونو په رڼا کې ليکلې ده.

دوی وايي، دغسې منفي بحثونه او تورونه دواړه غاړو ته مېشت پښتنانه سره ويشي او له يو بله يې پردي کوي.

د ليکوالانو په خبره د پېښور پر سکول تر بريد وروسته ځينو افغانانو خپګان څرګند نکړ او ځينو لوستو افغانانو ته بيا موقع په لاس ورغله چې پر پاکستان نيوکې وکړي.

خو ليکوالان وايي، بل خوا د پاکستان له لوري هم دغسې کرکه څرګنده شوه.

دلته دوی پر پاکستاني ټيليويژن د پېښور پېښې د يوه اغيزمن شوي کس د کړې خبرې حواله ورکوي چې په ژړغوني غږ يې غوښتنه وکړه چې افغانان دي له دې هېواده وايستل شي.

د ليکوالانو په وينا دغسې غوښتنه يو خپه کوونکې کنفيوژن هم په ګوته کوي خو البته په دې کې د اغېزمنو ميندو او پلرونو هېڅ ګناه ځکه نشته چې دوی د پاکستان او افغانستان پر پېچلو حالاتو نه پوهېږي.

د مونا نصير او عزيز امين په وينا دا د دواړو ملکونو ميډيا ده چې د عادي وګړو د فکر اړولو راوړلو بيانيه جوړوي.

ليکوالان دلته د افغانانو د هغ خپګان ذکر کوي چې وايي، په پاکستان کې مېشتو پښتنو د افغانستان پر ستونزو کله هم زړه نه دی سوځولی.

خو د دوی په خبره خپله افغانان هم په دې نه دي پوه چې پخپله په خېبر پښتونخوا کې تر اويا زره زيات کسان وژل شوي او په لاکونو بې کوره شوي دي.

دوی زياتوي چې د افغانانو داخبره سمه نه ده چې ګواکې د خېبر پښتونخوا او فاټا پښتانه د پاکستان د هغې پاليسۍ برخه ده چې پر دوی تېری کوي خو د ليکوالانو په خبره ریښتيا خبره دا ده چې پښتانه که په پاکستان او که په افغانستان کې مېشت دي دواړه غاړو ته دوی ځپل شوي دي.

دا شان ليکوالان وايي، په خېبر پښتونخوا کې مېشت افغانان که وايستل شي نو دا به د د دې صوبې اقتصاد چې وار له مخه د وسله والو طالبانو له لاسه اغيزمن شوی دی نور هم خراب شي.

مونا نصير او عزيز احمد زی پښتنو ته مشوره ورکوي چې پر ځای د دې دوی د يو بل پر ضد منفي خبري وکړي بايد د دغسي يو سوچ مخه ونيسي او داسې مثبت پوهاوی او خواخوږي خوره کړي چې هغه د دواړو غاړو پښتنو په ګټه تمام شي.

دوی وړانديز کوي، هغه خلک چې پر ټولينزه ميډیا منفي خبره کوي بايد تر کولو له مخه له ځانه دا وپوښتي چې ايا پښتانه چې کلتور، ژبه، نسل او مځکه يې يوه ده نو آیا له کرکې او نفرت ډکې خبرې د دوی په ګټه دي او که نه؟

د مونا نصير او عزيز احمدزي په وينا منفي خبرې کوونکي خلک د پښتنو خپلمنځي فاصلې زياتوي.

د افغانستان په بيا ودانۍ او رغونه کې د پېښور او کوټې پښتانه مهم کردار ادا کولی شي.

د ليکوالانو په خبره ماشوم که په پکتيا او که په پېښور کې وژل کېږي دواړه اغيزمن دي.

XS
SM
MD
LG