د لاسرسي ځای

ملا روف خادم د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی


لشکر ګاه - د هېلمند امنیه قوماندان وايي ملا روف خادم چي په دې وروستیو کي يي ځانته د داعش د یوه قوماندان نوم ورکاوه د یوې بې پیلوټه الوتکه کي په برید کي وژل شوی دی.

ملا روف د کجکي دازادن اوسېدونکی وو او په کجکي کي په داسي حال کي د یوې بې پیلوټه الوتکې تر برید لاندي راغلي دي چي د سپرلۍ په موټر کي وو.

له دې وړاندی په کابل کی استخباراتي چارواکو مشال راډيو ته ويلي ول چی ملا روف په پوځي عملياتو کی وژل شوی دی.

ملا روف د وسله والو طالبانو يو پخواني قوماندان وو چي په افغانستان کی د طالبانو د حکومت د ړنګيدو روسته ونيول شو او شپږ کاله په ګوانتانامو کی بندي وو .

څو مياشتی وړاندی د داعش ډلې په يوه خبر پاڼه کی ويل شوي ول چی دغی ډلی د پاکستاني طالبانو يو قوماندان حافظ سعيد خان د داعش خراسان مشر او ملا عبدالروف خادم يې د دغه ډلی نايب مشر ټاکلی دی.

د ملا روف ډلې وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG