د لاسرسي ځای

خیبر پښتونخوا کې پولیسو لسګونه مشکوک کسان نیولي


فایل فوټو

فایل فوټو

د خیبر پښتونخوا پولس وايي، په ټوله صوبه کې د لټون په روانو عملیاتو کې يي یو سل اته اتیا مشکوک وسله وال نیولي او د هغوی نه يې په زیات شمیر کې وسلې او ګوله بارود هم ترلاسه کړي دي.

د دوشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ادارې لخوا په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې د عملیاتو په ترڅ کې د صوبې په بیلا بیلو برخو کې له اتو سوو نه زیات کورونه او له پنځوسو زیات هوټلونه پلټل شوي او دغه مشکوک کسان ترې حکومت ته په لاس ورغلي دي.

بل پلو دپاکستان امنیتي ځواکونه وايي په اکوړه خټک کې د دوی سره د ډزو په تبادله کې د تحریک انصاف یو ځايي مشر ګوهر علي خان وژل شوی دی. په دې پېښه کې یو بل ځايي تن ژوبل شوی هم دی. خپلواکو سرچینو د ډزو د تبادلې په اړه څه نه دي ویلي.

امنیتي ځواکونه همدارنګه ادعا کوي چې په نوښار کې يې هم اوه ویشت مشکوک کسان نیولي دي.

XS
SM
MD
LG