د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ : د متحده قومي مومنټ ګوند یو مهم مشر ونیول شو


فایل فوټو
فایل فوټو

په کراچۍ کې د رینجر ځواک چارواکي وایي تېره شپه یې د ۱۲ مئي په پیښه کې ککړ یو تن نیولی دی . د رینجر ځواک د ویاند لخوا تېره شپه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې نیول شوي تن چې عبدالرفیق نومیږي د پلټنو په مهال د ۱۲ مئي په پیښه کې د ککړتیا ترڅنګ په کراچۍ ښار کې په هدفي وژنو کې د ککړتیا او په زمکو د قبضو اعتراف هم کړی دی . پولیس چارواکي وایي عبدالرفیق راجپوت د ایم کیو ایم ګوند د کراچۍ د محموداباد سېمه ایز مشر دی .

بل پلو د ایم کیو ایم ګوند چارواکو په رفیق راجپوت لګول شوي تورونه بې بنیاده ګرځولي دي.د یاد ګوند یو مشر عامرخان په دې اړه تېره شپه ناوخته خبري غونډې ته وویل :

(( زمونږ نیول شوی سېمه ایز مشر رفیق راجپوت د ۱۲ مئي په پیښه کې ککړ بلل شوی ،دا د ایم کیو ایم ګوند په ضد سازش دی.ددې مقصد دادی چې خلک زمونږ په ګوند بدګومانه کړي او په ټول ملک کې زمونږ د ګوند د خوریدو مخه ونیول شوي.))

یاده دې وي چې د جمعې په ورځ په سیند هایي کورت کې د رینجر ځواک د استازي لخوا په وړاندې کړی شوي راپور کې ویل شوي و چې د ایم کیو ایم ګوند یو بل غړی رضوان قریشي د کراچۍ ښار په بلدیه ټاون کې د جامو د کارخانې د سوزولو په پیښه کې لاس لري. په دغې پیښه کې د کارخانې ۲۵۸ مزدوران ژوندي سوزیدلي و.

د ۱۲ مئي پیښه هم د کراچۍ د تاوتریخوالي په تاریخ نوم لري. دغه پیښه په ۲۰۰۷ کال کې مخې ته راغلې وه ، په دې ورځ د هغه وخت د سترې محکمې د لېرې کړې شوي مشر قاضي افتخارچودري د هرکلي لپاره د کراچۍ له بیلا بیلو برخو څخه خلک د کراچۍ هوایي میدان ته روان وو، چې د کراچۍ کالابورډ او بلوچ کالونۍ په سېمو کې ورباندې وسله والو ډزې کړې وې . په دې پیښه تر ۶۰ پورې کسان وژل شوي و. په وژل شویو کسانو زیاتره پښتانه و.

د عوامي نیشنل ګوند د کراچۍ مشر بشیرجان هم د ۱۲ مئي په پیښه کې ژوبل شوی او ددوی د ګوند یو شمیر پلویان ددې پیښې قرباني شوي وو ، نوموړې په دې اړه وایي :

(( د حکومت دا اقدام د ستاینې وړ دی ، د ۱۲ مۍ په پیښه کې زه زخمي شوی وم، او ډېر ملګري مې پکې وژل شوي وو،که حکومت هغه وخت ددې پیښې سهي پلټنه کړې او مجرمانو ته یې سزا ورکړې وای نو نه خو به د ۹ مارچ پیښه مخې ته راغلې وه او نه شاید په بلدیه ټاون کې په فیکټرۍ کې په سلګونو مزدوران سوزیدلی وای، اوس که اووه کاله وروسته هم امنیتي ادارو کوم تن ګرفتار کړو نو پکار ده چې سزا ورته ورکړي.))

نوموړي زیاته کړه، ریاستي ادارې که د کراچۍ په ګډون په ټول پاکستان کې امن او سوله غواړي نو پکار ده چې د کوم ګوند یا ډلې د نوم اخیستو پرته مجرمان په سزا محکوم کړي.

یاده دې وی د ۱۲ مئ د پیښې په اړه بیلا بیلو ګوندونو د ټاکنیز کمپاینونو په وختونو کې د پلټنو ژمنې کړي،خو تراوسه د هیڅ یو ګوند لخوا دغه ژمنې نه دي عملي شوې .

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم ددې پیښې څو میاشتې وروسته د ایم کیو ایم ګوند د مشر الطاف حسین په ضد په لندن کې محکمې ته د تللو اعلان کړی و، خو نوموړی بیا وروسته له خپلې دې خبرې په شا شو. همدا راز قانون پوهانو هم د ۱۲ مئي د پېښې په ضد د مقدمې د دایر کولو ویلي و، خو بیا روسته هغوي هم په دې خبره ځان چپ وساتو.

XS
SM
MD
LG