د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ : درې ورځنۍ ادبي مېله پای ته ورسېده


فایل فوټو
فایل فوټو

په کراچۍ کې درې ورځنۍ نړیواله ادبي مېله پای ته ورسیده. په دغه میله کې د نړۍ د ۹ هیوادونو نږدې ۲۰۰ لیکوالو،شاعرانو او ادیبانو برخه واخیسته. په یاده مېله کې د یو شمیر اردو او انګریزي کتابونو مخ کنتنې هم و شوې، ددې ترڅنګ په بیلا بیلو موضوعاتو مقالې او سمینارونه او مشاعرې هم ددې مېلې برخه وې چې په زرګونو نارینه، زنانه او ماشومان یې اوریدو ته ورغلي وو .


د اوسنیو حالاتو په موضوع یو سمینار ته په وینا کې شاعر ،ادیب او سیاستوال چودري اعتزازحسن وویل په پاکستان او خواوشا سېمو کې جنګي حالاتو په ادب هم ژور اغیز کړی دی:

((جنګ یوازې او یوازې په شمالي وزیرستان کې نه دی، وسله وال پر مونږ په هر ځایې کې حملې کوي، دې حالاتو د ټولې سېمې د لیکولانو په ذهنونو اغیز کړی دی او د لیک او تخلیق یو نوی دور شروع شوی دی. ))


نوموړي زیاته کړه دا ډول مېلې جمهوریت ته وده ورکوي،په دې میلو کې د خلکو په ذهنونو کې نوې نوې پوښتنې راوچتیږي او ددغو پوښتنو د جوابونو لپاره دا ډول مېلې زمینه برابروي.


په یاده ادبي مېله کې ګډون کونکي پښتون لیکوال او شاعر غني الرحمان انجم وویل د کتابونو د پرانسیتې په دستورو او کلتوري میلو کې یې د لومړۍ ورځې راهسې برخه اخیستې، نوموړي د کراچۍ په څېر د بدامنۍ څخه په اغیزمن شویو ځایونو کې دا ډول ادبي مېلې مهمې وګڼلې او زیاته یې کړه:


((ددې مېلو په ذریعه مونږ ته دا معلومات په لاس راځي چې په نړۍ کې ښه ادب په کومو موضوعاتولیکل کیږي او نړیوال ادب په کوم لوري روان دی.))


غني الرحمان انجم زیاته کړه، په کراچۍ کې په لکونو پښتانه مېشت دي خو د تېر په څېر دا ځل هم په دې ادبي خوزښتونو کې ددوی شتون د نېشت برابر دی .


مېلې ته راغلی یو ځوان رحمدل خټک مشال راډیو ته وویل په دې ادبي فیسټول کې یې ځینې کتابونه په ارزانه بیه اخیستلي او ځینې هغه شخصیتونویې مخامخ لیدلي او اوریدلي دي کوم چې دده خوښ دي.


((په اوسني وخت کې د ادب،کلچراو تعلیم په ذریعه د انتهاپسندۍ مخه نیول کیدی شي،ددې دپاره دا ډول میلې ضروري دي . بل په دې میله کې همدا اوس زما د خوښې شخصیتونه اعتزازاحسن او عاصمه جهانګیر زما پر خوښ شاعر حبیب جالب بحث کوي، حبیب جالب هغه شاعر دی چې په ټول عمر کې یوازې د یو ګوند نیشنل عوامي پارټۍ سره و.))


یاده دې وي چې په کراچۍ کې دا ادبي میله هر کال ترسره کیږي، تېر کال په دې میلې ته ۷۰ ګډونوال راغلي و، تېره کال په دې میله په زرګونو کتابونه هم پلورل شوي و.

XS
SM
MD
LG