د لاسرسي ځای

د چراټ سیمټ کمپنۍ په کارګرانو ډزې ۶ کسان مړه او ژوبل


دچراټ سیمټو د کمپنۍ تولیدات

دچراټ سیمټو د کمپنۍ تولیدات

د خيبر پښتونخوا د نوښار په ازاخېل کې د یکشنبې په سهار د پوځ په وردۍ کې کسانو د چراټ سيمټ فيکټرۍ پر يو ګاډي ډزې کړي او دوه کسان يې وژلي دي.

د اضاخېلو د تاڼې يو چارواکي عبدالله مشال راډيو ته وويل چې ډزو کې څلور کسان زخميان شوي هم دي. نوموړي وویل په نخښه شوي کسان د سیمې ځايي اوسیدونکي وو او هغه مهال پرې ډزې شوي چې دوی د کارخانې په بس کې سفر کولو.

په دې پېښه کې ژوندی بچ شوي، سيف الله نن مشال راډيو ته وويل:

(( مونږ سهار مهال د کارخانې په ګاډي کې سواره شو ، چې د دواړو خواوو نه په مونږ ډزې وشوې.له حملې وروسته په یو ګاډي کې د پوځ په وردۍ کې کسان راغلل او مونږ نه یې د نه ودریدو علت و پوښتلو ، خو مونږ ورته ویل چې تاسو به ودرولي وو، ډزې مو ولې کولې. ))

په دې پېښه کې د فهیم خان په نوم یو ځوان هم ژوبل شوی دی، د نوموړي پلار حاجي سلیم خان مشال راډیو ته وویل :

(( زوی مې په دې پېښه کې سخت ژوبل شوی دی. مونږ له هیچا سره دشمني نه لرو. د دوی ګاډي ته چا د ودریدو اشاره نه ده کړې، نیغ په نیغه یې پرې ډزې کړي دي. ))

حاجي سلیم خان وايي دده په شمول په ټولو کورنیو ددې پېښې له کبله لوی خپګان تېرشو او دوی له حکومت نه ددې پېښې د څیړلو غوښتنه کوي.

تر اوسه پورې د پاکستان پوځ په دي اړه څه نه دي ويلي خو زیات ګومان همدا کیږي چې پر ګاډي ډزې د پاکستان امنیتي سرتیرو کړي او د ژوندي پاتې شویو کارګرانو په وینا علت یې دوی د ګاډي نه ودریدل ښايي.

XS
SM
MD
LG