د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزو ایجنسۍ : وسله والو تر دې مهاله ۱۴۱ سکولونه تبا کړي


یوه ماشومه د سوځول شوي سکول په مخکې ولاړه ده
یوه ماشومه د سوځول شوي سکول په مخکې ولاړه ده

د اورکزو ایجنسۍ د ښونې او روزنې ( محکمه تعلیم ) چارواکي وايي وايي ناڅرګندو وسله والو د کوزه اورکزو ایجنسۍ په بیزوټ سیمه کې د نجونو یو سکول په بمونو الوزولی چې ورکې چاته د سر زیان نه دی اوښتی خو د سکول ودانۍ یې خرابه کړې ده.

د اورکزو ایجنسۍ د ښونې او روزنې مسول ( ایجوکیشن افیسر ) حبیب الله خان مشال راډیو ته وویل چې د یکشنبې په ورځ د سهار د اوو بجو په شاوخوا کې د سکول په ودانۍ کې دوه ځای پر ځای شوي بمونه وچاودیدل چې د سکول یوه برخه یې په بشپړه ډول تبا کړه خو دا چې د یکشنبې ورځ وه، زدکونکې په سکول کې نه وې نو ځکه چاته د سر زیان وانوښت. نوموړی وايي له دې پېښې وروسته پولیټیکل ایجنټ د سکول د ودانۍ مالک نیولی او ترې پلټنې روانې دي. د سکول د ودانۍ د زیانمنولو پړه تر دې ګړۍ چا په غاړه نه ده اخیستې.

دپاکستان د نورو قبایلي سیمو په څیر په اورکزو ایجنسۍ کې هم وسله وال وخت په وخت سکولونو باندې برید کوي. د حبیب الله خان په وینا تر دې مهاله په اورکزو ایجنسۍ کې ۱۴۱ سکولونه د وسله والو تربدید لاندې راغلي دي. نوموړی وايي حکومت تر دې دمه ۳۸ سکولونه بیرته اباد کړي خو پاتې نور لاهم خراب حالت کې دي.

د قبایلي سیمې اورکزو ایجنسۍ پولې د خیبر او کرمې ایجنسیو سره لګیدلي او دلته یو شمیر وسله والې ډلې فعالې دي. ددغو وسله والو پرضد حکومت عین د ۲۰۱۰ کال راهیسې پوځي عملیات هم پیل کړي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG