د لاسرسي ځای

د پاکستان پوځي عدالتونو پر دولسو قضیو کار پیل کړی


پاکستاني سرتیري د ملتان د زندان په مخکې امنیت ساتي

پاکستاني سرتیري د ملتان د زندان په مخکې امنیت ساتي

ذبیح شفق / پېښور

د پاکستان پوځي مقامات وايي چې د دې هېواد په اساسي قانون کې تر بدلون راوړلو وروسته جوړو شويو پوځي محکمو ته تر دې دمه ١٢ قضيې وررسېدلي دي.

د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم سليم باجوه د خالي په ورځ پر خپله ټويټر پاڼه په يوه خپور کړي بيان کې ويلي د چې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د دې هېواد له بېلابېلو ايالتونو څخه تر ژورې څېړنې وروسته١٢ قضيې پوځي محکمو ته ورلېږلي چې په لومړي پړاو کې د دغو قضيو قانوني چارې پيل شوي دي.

د پاکستان حکومت د تېر کال په دسمبر کې په پېښور کې پر يوه ښوونځي تر خونړۍ حملې وروسته چې د ماشومانو په ګډون په کې ١٥٠ تنه ووژل شول؛ په دې هېواد کې د ټرورېزم د مخنيوي او ترورېستانو ته د ژر سزا ورکولو په هدف د پوځي محکمو جوړولو پرېکړه وکړه.

تر دغې حملې وروسته د پاکستان وزیراعظم نواز شريف د دې هېواد د ټولو سياسي او مذهبي ګوندونو تر يوه ټولګونديز کنفرانس وروسته د جنورۍ په دويمه نېټه د پاکستان په اساسي قانون کې بدلون راوست او په دې هېواد کې يې پوځي محکمې جوړې کړې.

بل خوا د پاکستان د دفاعي او پوځي چارو يو شمېر کارپوهان په دې هېواد کې د پوځي محکمو جوړول د وخت ضرورت بولي او وايي چې ښايي د ترورېزم د مخنيوي په لړ کې به څه ناڅه ښه رول ولري.

د پوځي او دفاعي چارو کارپوه او د پاکستاني پوځ پخواني منصبدار بريګيډير سيد نذير مومند له مشال راډيو سره په خبرو کې د دغو محکمو د جوړولو د اهميت په اړه وويل:

"د پوځي عدالتونو لپاره خو په باقاعده په ايين کې تبديلي وشوه؛ په ايين کې تبديلي وشوه، دې ته يې يو ډول اييني حیثیت حاصل شو، په هر حال، د انصاف خپلې خپلې تقاضې دي؛ په دې باندې ځينې تحفظات هم شته دى.

ليکن ضروري خبره ده چې د قانون وېره وي او قانون په نظر راځي چې کله دوى سره له قانونه وېره موجوده وي؛ نو بيا به د ترهګرۍ پېښو کې کمى راشي او د دې مخنيوى به وشي."

سيد نذير مومند زياتوي، د دغو محکمو يواځينۍ ګټه دا ده چې ترهګر ژر تر ژره د خپلو اعمالو سزا ويني او که چيرې داسې ونه شي؛ نو دا محکمې به هم بې ګټې وي.

د پاکستان د پوځي مقاماتو د وينا له مخې؛ په لومړي سر کې په ټول پاکستان کې ٩ پوځي محکمې جوړې شوي چې په خيبر پښتونخوا او پنجاب ايالتونو کې ٣، ٣، سند کې ٢ او په بلوچستان کې د ١ محکمې بنسټ ايښودل شوى دى.

دوى همداراز وايي، چې دغه محکمې به د دوو کلونو لپاره وي، چې هره ورځ به په کې د ترهګريزو پېښو د قضيو اورېدنه کېږي.

که څه هم د پاکستان ډېرى سياسي ګوندونو د پاکستان په اساسي قانون کې تر بدلون وروسته د پوځي محکمو د جوړولو ملاتړ کړى؛ خو د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان جمعيت علماء اسلام ګوند د دغه محکمو مخالفت کړى او دا يې پر ډيموکراسۍ او ولسواکۍ تېرى بللى دى.

XS
SM
MD
LG