د لاسرسي ځای

تازه خبر

"حکومت دي زده کوونکي خوندي کړي."


هغه ښځه چې لمسی یې د پيښور پر سکول بريد کې وژل شوی
هغه ښځه چې لمسی یې د پيښور پر سکول بريد کې وژل شوی

د دسمبر په مياشت کې پر پيښور پر آرمي سکول بريد کې د ۱۴۱ زده کوونکو په ګډون ۱۵۱ کسان ووژل شول. د دوی کورنيوو په بيا بيا مظاهرې کړي او له حکومته يې غوښتنه کړي چې د زده کوونکو ژوند دي خوندي کړي. پيښور کې نن دغسې يوه مظاهره وشوه چې پکې يو ځل بيا د ترهګرو خلاف د کوټلو ګامونو اخيستو غوښتنه وشوه.

نن د پيښور آرمي پبلک سکول د هغو ماشومانو کورنيوو غړو مظاهره وکړه چې د دسمبر په مياشت کې د وسله والو په بريد کې وژل شوي وو. دي کسانو د پيښور له امن چوک څخه تر آرمي پبلک سکولو پورې په داسې حال کې لاريون وکړ چې د خيبر پښتونخوا له حکومته يې د زده کوونکو د امنيت غوښتنه کوله.

د دسمبر په ۱۶ تاريخ وسله والو پر آرمي پبلک سکول حمله وکړه او د ۱۴۱ زده کوونکو په ګډون يې ۱۵۱ کسان ووژل. د دي بريد زمه واري تحريک طالبان پاکستان پر غاړه اخيستي وه.

عابد رضا بنګش چې زوی يې، رفيق رضا بنګش په دې پېښه کې وژل شوی وو، نن مشال ريډيوته وويل چې مظاهره يې د نورو ماشومانو د وژنې د مخنيوي لپاره او د حکمرانانو د ويښ پاتې کولو په مقصد کړي. هغه زياته کړه: ((دا حکمرانان زموږ په ووټونو راغلي دي. په دي ډاډ مو ورته رايه ورکړي وه چې دوی به د دي قوم حفاظت کوي. زموږ ترې همدا هيله ده چې د خلکو ژوند خوندي کړئ.))

زه چې اوس سهار پاڅم نو چاته اواز وکړم چې پاڅئ سکول ته لاړ شئ. کله چې د ګاونډيانو د کور ماشومان له سکوله راشي نو زه ژاړم.

مظاهرينو د ځان سره د ترهګرۍ ضد شعارونه ليږدول. د ايمل خان په نامه يو ماشوم چې پر همدي سکول بريد کې وژل شوی وو، مور وايي تر دومره لويې غميزې وروسته بايد حکمرانان د ترهګرو د ځپلو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

هغې وويل: ((زموږ بچي خو لاړل. اوس دي د دوی وينه نه ضايع کيږي. خدای دي نور ماشومان وساتي. زموږ زړونه خو دي پيښې وچول. زړه مې ډير درد کوي.))

د پاکستان مرکزي حکومت پر دغه سکول تر بريد وروسته د قامي امنيت پلان جوړ کړی چې په ترڅ کې يې ګڼ مشکوک کسان نيول شوي دي او د چارواکو په خبره په قبايلي سيمو کې يې عمليات پراخه کړي دي.

يوه ښځه چې دوه زامن يې په ياد بريد کې وژل شوي وو، مشال ريډيو ته وايي چې حکومت دي د قرباني شوو کسانو کورنيوو سره مرسته وکړي.

هغې زياته کړه: ((زه چې اوس سهار پاڅم نو چاته اواز وکړم چې پاڅئ سکول ته لاړ شئ. کله چې د ګاونډيانو د کور ماشومان له سکوله راشي نو زه ژاړم. موږ ډير غريب يو. پلار يې په سپينه ږيره مزدوري کوله. يو وخت به مو ډوډۍ خوړله او يو وخت نه خو په دي بچو به مو سبق وايه. زه په تش کنډر کې اوسم. راشئ زموږ حال ووينئ. زموږ د کور دروازې هم نشته.))

د يادونې وړ ده چې د پاکستان مرکزي حکومت او د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت پر دي سکول بريد کې د وژل شوو زده کوونکو کورنيوو سره د نغدو پيسو مرسته کړي. د خيبر پښتونخوا په ځينو سکولونو کې استادانو ته د وسلې ساتلو اجازت هم ورکړل شوی چې ډيرو خلکو پرې تنقيد کړی دی.

نن لاريون کوونکو وويل چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په ترڅ کې به د زده کوونکو د ژوند خوندي کولو لپاره په نيزدي راتلونکې کې اسلام اباد کې هم ورته مظاهرې کوي.

XS
SM
MD
LG