د لاسرسي ځای

افغان ځواکونه هېواد ساتلی شی: چک هیګل


د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل وايي، افغان ملي امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د ساتنې توان لري.

دا خبره نوموړي د پنجشنبې پر مازیګر په برسلز کې د ناټو دفاع وزیرانو غونډې په څنډو کې خبریالانو ته وکړه.

هیګل زیاته کړه، افغان ځواکونه د هر کال په تېرېدو، لا پیاوړي کېږي.

ده ومنله چې په افغانستان کې لا هم ګواښونه شته او دا چې افغانان چې کوم ځای ته خپل هېواد رسول غواړي، د هغې لپاره وخت ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG