د لاسرسي ځای

تازه خبر

سولي عالي شورا پر حکومت او طالبانو د سمدستي خبرو پیلولو غږ کړی


د افغانستان د سولې عالي شورا له حکومت او وسله والو طالبانو غوښتنه کړې چې د چین منځګړتوب وروستی وړاندیز ومني او سمدستي دې د جوړ جاړي خبرې پیل کړي.

د سولې عالي شورا ویاند مولوي شاهزاده شاهد بېګا مشال راډيو ته وویل، په افغانستان او سیمه کې حالات حساس دي.

ده د جګړې دوام د هېواد بقا ته ګواښ وګرځاوه او زیاته یې کړه چې د وسله والو طالبانو د مشروع یا جایزه غوښتنو په اړه بحث کېدای شي.

په دې وروستیو کې د چین حکومت اعلان وکړ چې د افغانستان د سولې په خبرو کې منځګړتوب ته تیار دی. وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG