د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین او پاکستان اقتصادي لار دې نه بدلول کېږي: فعالان، سوداګران


پېښور/کوټه - پښتونخوا ولسي تحریک وايي، د چین او پاکستان تر منځ د اقتصادي لارې بدلول به پښتونخوا او بلوچستان ته زښت تاوان ورسوي.

د پنجشنبې یا زیارت پر مازیګر په پېښور کې د یوې څېړنیزې مقالې وړاندې کولو پر مهال د تحریک مشر ډاکتر سید عالم مسود وویل، د لارې له بدلولو سره یوازې پښتونخوا او بلوچستان نه بلکې، افغانستان، ایران او منځنۍ اسیا هم له چین او پاکستان سره له تړل کېدو پاتې کېږي.

ده وویل، پنجاب تل د پاکستان د نورو صوبو حق خوړلی دی.

که څه هم د پاکستان حکومت انکار کوي چې ګواکې یاده لار یې بدله کړې یا یې د بدلولو اراده لري، خو د پښتونخوا او بلوچستان ملتپاله مشران او سوداګران قانع نه دي.

په دې لړ کې د پنجشنبې پر ورځ د یوې غونډې پر مهال، د بلوچستان سوداګرانو ټولنې د روانې میاشتې پر ۱۳مه په ټوله صوبه کې د کاربندیز او احتجاج اعلان وکړ.

دوی وویل، حکومت دې خپله فیصله بیرته واخلي ځکه چې د چین او پاکستان اقتصادي لار که له خیبر پښتونخوا او بلوچستانه تېره شي نو دا به د پاکستان لپاره ډېره ګټوره وي.

XS
SM
MD
LG