د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا ولسي تحریک وايي، د چین و پاکستان اقتصادي لار دې نه بدلول کېږي


پښتونخوا ولسي تحریک وايي، د چین او پاکستان تر منځ د اقتصادي لارې بدلول به پښتونخوا او بلوچستان ته زښت تاوان ورسوي.

تېر مازیګر په پېښور کې د یوې څېړنیزې مقالې وړاندې کولو پر مهال د تحریک مشر ډاکتر سید عالم مسود وویل، د لارې له بدلولو سره یوازې پښتونخوا او بلوچستان نه بلکې، افغانستان، ایران او منځنۍ اسیا هم له چین او پاکستان سره له تړل کېدو پاتې کېږي.

که څه هم د پاکستان حکومت انکار کوي چې ګواکې یاده لار یې بدله کړې یا یې د بدلولو اراده لري، خو د پښتونخوا او بلوچستان ملتپاله مشران او سوداګران قانع نه دي. په دې لړ کې تېره ورځ د یوې غونډې پر مهال، د بلوچستان سوداګرانو ټولنې د روانې میاشتې پر ۱۳مه په ټوله صوبه کې د کاربندیز او احتجاج اعلان وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG