د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو په ختیزې اروپا کې شپږ پوځي اډې جوړوي


د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ وايي، اېتلاف سلا شوی چې سمدستي په ختیزې اروپا کې شپږ پوځي اډې جوړې کړي او په اوکراین کې د روسيې تېري په غبرګون د ۵۰۰۰ سرتېرو یو مخکښ ځواک تیار کړي.

بېګا په برسلز کې د ناټو دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته ستولتنبرګ خبریالانو ته وویل، فرانسه، جرمني، اېټالیا، هسپانیا، پولینډ او برتانیا سلا شوي چې د دې مهم ځواک په جوړولو کې لومړی ګام واخلي.

ده وویل، دا ځواک به د بحران پر مهال له دوو ورځو نیولې تر د اووه ورځو په مودې کې ځای پر ځای کېدو ته تیار وي.

ستولتنبرګ وویل، دوی ((پرېکړه کړې چې سمدستي په بلغاریا، اېستونیا، لاتویا، لېتوېنیا، پولینډ او رومانیا کې د کمانډ او کنټرول شپږ ګڼ ملکي اډې جوړې کړي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG